ايران دې د حضرت عمر فاروق (رض) د قاتل ابولولو قبر ونړوي

ايران بايد د مسلمانانو د دوهم خليفه حضرت عمر فاروق رضی الله عنه د قاتل ابولولو قبر ونړوي .

د الازهر د علماؤ جبهې د ايران د ريس جمهور احمدی نژاد معاون حميد بقالی او د الازهر د شيخ احمد محمد الطيب تر منځ د ليدنې کتنې د لغو کولو استقبال وکړ .

همدارنګه د الاهز د علماؤ د جبهې ريس محمد البري غوښتنه وکړه تر څو چې  ايران د مسلمانانو د دوهم خليفه حضرت عمر فاروق رضی الله عنه د قاتل “ابولولو” قبر ونه نړوي تر هغه به د ازهر مسؤلين د ایرانی مقامان سره دلينه ونه کړي .

دا په داسې حال کې ده چې الازهر اعلان وکړ چې د ازهر د شيخ او ایرانی مقاماتو ترمنځ ليدنه لغوه ده داځکه چې له يوې خوا د پروګرام او برنامو د پاره جدول ډک دي او له بلې خوا د هغوی د ليدنې درخواست شاته وغوځول شو .

محمد البری په دی تأکيد وکړ چې ايراني مقاماتو هيڅ داسې څه نه دي کړی چې هغه د اسلامې مذاهبو تر منځ د نږيوالی وسيله شي ، بلکې د هغوی علما د اهل سنت والجماعت او اصحابو کرامو اهانت کوي .

د ايرانې مقاماتو سره به زمونږ خبرې او ليدنې تر هغه بندې وي تر څو دوی له دا ډول اعمالو لاس په سر شي .

په ايران کې د ابولولو قبر چې د ” بابا شجاع الدين ابولولو فيروز” په نوم شهرت لري د ايران په کاشان کې موقيعت لري ددې قبر زيارت کونکي يو شمير ايرانيان دي .

د يادونې وړ ده چې “ابولولو” وروسته له هغه چې حد ورباندې جايري شو په مدينه کې خښ کړ شو په ایران کې د کاشان زيارت هسې يو نمايشي شکل لري .

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.