خو په روسيه کې د مسلمانانو عمده مشکل د جوماتونو نشته والی دی

روسيه د اسلام دين د نورو اديان په څير يو دين وبللو او د شعود آزادې او د مسلمانانو آګاهې په رسميت وپيږندله .

د روسيه د لوسلی ورځپاڼې د راپور له مخې : په روسيه کې له 20 ميليونو زيات مسلمانان شتون لري او ددې هيواد د ټولو وګړو د ٪15 برخه تشکيلوي  د مسيحيت ، يهود او بودايسم تر څنګ يې دا دين هم په هيواد يو مطرح دين معرفي کړ .

ددې راپور پر بنا روسيه د شعود د آزادۍ او د مسلمانانو د خبرتيا په اړه خبره کوي او زياتوي چه : د 4 ميليون زيات غير مسلمانان د مسلمانانو د عقايدو درناوی لري .

د روسيه مسلمانان که څه هم په يوه غير اسلامې ملک کې ژوند کوي خو بيا هم خپل مذهبي اعمال په آزادانه ډول تر سره کولای شي .

د قربانۍ اختر يو له اسلامې اخترونو څخه دی چه د هغه په وسليه مسلمانان يو له بله سره نږدې کيږي ،د روسيې مسلمانانو هم د اسلامې شعار د قيام لپاره خپل ترتيبات نيولی وو .

په شمالي روسيه کې د کاکاز په سيمه کې زيات مسلمانان اوسيږي دا هغه سيمه ده چې په فعال ډول د اسلام حمايت کوي .

ويل کيږي : که څه هم په روسيه کې د مسلمانانو د پاره آزادي شته مګر د مسلمانانو د پاره ډيرې لږ اسانتياوې په نظر نيولی شوې چې اوس مهال په روسيه کې د مسلمانانو آساسې مشکل د جوماتونو نشته والی يا کمبود دی .

مبنع : اخبار جهان اسلام

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.