محترمو استادانو او د دین لارښوونکو لوی څښتن تعالی مو ددی لوی او عظیم خدمت چه له اسلامی امت سره یی کوی پر دنیا او اخرت اجر درکړی.زما یوه پوښتنه ده تسبح اړولو په هکله کوم حدیث شریف اشته اوکنه باځی مولوی صاحبان چی ځان وهبیان معرفی کوی هغوی وی چی تسبح اړول بیدات دی که معلومات مونږ ته راکړی وسلام
پاینده محمد صافی
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
اول دا چې : يو عبادت دی او بل د عبادت وسائل دي د عبادت په وسايلو کې پشرفت خو د امت په اتفاق بدعت نه بلکي په ځنو امور کې د هغه زده کړه او ور ته لاس رسی فرض دی لکه : اوسني جنګي وسائل ، د امت د ضرورت تنالوژې وغيره .
مثلاً په دور نبوت کې به جهاد په غيشو او آسونو کيده اوس په ټوپک وغيره کيږي ….
يا لکه د تسبيحات او ذکر د شميرلو د پاره د تسبيح کارول چې خپله تسبيح کارول عبادت نه دی بلکي د عبادت د ادا کولو وسيله ده نو ځکه تسبيح کارول بدعت نه ګڼل کيږي مګر په ګوتو باندې د ذکر شمېرل غوره دي .
په دې اړه علماء البلد الحرام داسې فتوی ورکړې ده :
پوښتنه : ايا تسبيح لرل بدعت دی او يا دا چې بدعت حسنه دی ؟
ځواب : تسبيح بدعت نه دی ځکه انسان د هغه په وسيله د الله تعالی عبادت نه کوي بلکي د هغه په وسيله اذکار شمېري ، پس دا وسيله ده نه مقصود .
مګر په ګوتو باندې د ذکر او تسبيحات شمېرل غوره دي ځکه پيغمبر صلی الله عليه وسلم فرمايي :« لِأَنَّهُنَّ مُسْتَنْطَقَاتٌ»[1] «ګوتې خبرې کوونکې دي » د قيامت په ورځ ګواهي ورکوي.
بل دا چې په تسبيح باندې شمېرل غفلت را مينځته کوي ځکه د هغه عدد معلوم دی توجه ته ضرورت نه لري نو کله داسې وي چې ظاهراً سړی ذکر کوي خو زړه يې غافل وي مګر په ګوتو شميرل د زړه د بيدارۍ سره مدد کوي .
فتاوي علماء البدالحرام ص(68)
و الله سبحانه وتعالی اعلم