په کومو لوښو کې چې د خنزير غوښه پخه شوی وي

اسلا م علیکم ورحمت الله
زه ستاسو له ویب پانی نه ډیر راضی یم ډیر ښه اسلامی معلومات نشره وی او دخلکو پوښتنو ته جوابونه ویل کیږی مننه له تاسو او دتاسو له همکارانو نه.
زما یوه پوښتنه ده په کوم لوښی(ظرف) کی که د خوګ غوښه پخه شوی او یا خوړل شوی وی مسلمان ته په هغه  لوښی کی د غذا خوړل روا  دی او که څنګه ؟ او هغه لوښيء پاک دی که ناپاک ، او که ناپاک وی د هغه د پاکیدو امکان شته؟
که ددی پوښتنی جواب داسلام په رڼا کی راکړی مهربانی به مو وی
مننه

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په کومو ديګونو او لوښو کې چې کفارو د خنزير غوښي پخې کړی يا خوړلی وي هغه لوښي پر پرېوللو يا مينځلو سره پاکيږي او په هغه کې د غذا خوړل جايز دي .

فقه حنفي ابوالمختار ص ۶۱۸

کفايت المفتي ج ۲ ص ۳۲۶

او همدارنګه عالمګيري ليکي : فاما اذا اعلم فانه لايجوز ان يشرب و ياکل منها قبل الغسل ( فتاوی الهنديه ج ۵ ص ۳۴۷ ) .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *