د معاش زکات څنګه حسابيږي ؟

سلامونه او نیکی هیلی می ومنه:
کچیری یوڅوک دی مثال په ډول یو لک افغانی معاش ولری او قرارداد یی دی یو کال لپاره وی دی حمل دی میاشتی په لمړی تاریخ باندی یی په کار شروع کړی وی او دی کال په اخرکی ۱۰۰۰۰۰۰ لس لکه افغانی ولری نو نومړی شخص به دی څو روپیو زکات ورکوی حال دا چی یوازی په یولک افغانی به کال تیر شوی وی
او که چیری په هره میاشت کی زکات ورکړی شی دی مهربانی له مخی که چیری په دی موضوع باندی یوڅه رڼا وا چوی ډیره به ښه وی ځکه کیدای شی دی ما په شان نور خلک هم دی همداسی موضوع ګانو سره مخامخ وی او دی زکات بحث ما ډیر وکاته خو دا پوښتنه می حل نه شوه
ډیره مننه ستاسی ورور نصرت الله له هلمند ولایت نه

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د زکات د وجوب يو شرط نصاب دی :

د نغدو پيسو يا تجارتی اموالو نصاب د سپينو زرو د نصاب له رويه ټاکو چه د سپينو زرو نصاب دوه سوه درهمه دی او دوه سوه شرعي درهم له 595  ګرامو سره سمون خوري .

د يو ګرام سپينو زرو يا نقرې نرخ 70 افغانۍ ( 22/5/1391 – کابل ) کې دی نو د زکات نصاب به مساوي شي په :

595X70=41650≈41000 AFS

آن لاين اسلامي لارښود د دقيقو څيړنو وروسته اوس مهال (۱۳۹۱ کال ) د افغانستان لپاره د نغدو پيسو او تجارتي اموالو نصاب يوڅلويښت زره (41000 ) افغانۍ اعلانوي .

او د زکات د وجوب بل شرط د کال پوره کېدل دي :

راجح قول دا دی چې کله په مال باندې کال پوره شي زکات ورباندې فرض کيږي

په دليل د دغه حديث شريف : لا زكاة في مال حتى يحول عليه الحول. رواه الترمذي وغيره.

مګر د ټولو پيسو زکات ورکول غوره ، خير او برکت دی .

حکيم امت اشرف علی تهانوي ليکي :

د چا چې پانګه نصاب ته رسيدلې وي او د کال په مينځ کې څه نوره ګټه وکړي يا نورې پيسې ور سره يو ځای کړي د کال په آخر کې به د ټولې پانګې زکات ور کوي او ددې انتظار به نه کوي چې په فلاني مقدار مبلغ باندې کال نه دی پوره شوی بلکي داسې تصور به کوي چې په هغه باندې هم کال پوره شوی دی ( حکيم امت اشرف علی تهانوي رح – زيورجنتي ص ۲۱۰ ) .

و من کان له نصاب فاستفادنی اثناء الحول من جنسه ضمه اليه و زکاة به . (شرح البدايه ج ۱ص ۷۵ ) .

همدارنګه فتاوي الجنة الدائمة ليکي :

يجب تزكية المال الذي مضى عليه الحول إذا كان نصاباً، وأما المال الذي مضى عليه شهران فلا تجب فيه الزكاة حتى يحول الحول، وإن زكيته مع المال الذي مضى عليه الحول جميعاً فهو أفضل، وفيه زيادة خير للفقراء (فتاوى اللجنة الدائمة للبحوث العلمية والإفتاء – (ج 9/ ص 192)
وبالله التوفيق وصلى الله على نبينا محمد وآله وصحبه وسلم .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *