د اسلام پر ضد د نړيوالی شيطاني کړۍ غړی هيواد فرانسې پر حجاب بندیز ولګولو .
د فرانسې نژاد پرست قانون د دوشنبی د ورځې راهسې په اسلامې حجاب (نقاب ) بنديز ولګولو .
دغه قانون چې د ۲۰۱۰ د اکتبر پر ۱۱ تاريخ تصويب شوی وو ، په عمومي اماکنو ، مدارسو ، مکاتبو او دفترونو کې د چادرۍ يا نقاب په اچولو بنديز ولګول شو ، په دغه شيطاني قانون کې ویل شوی دی که هرې مسلمانې ښځې د دغه قانون خلاف کارې وکړه لومړی به ۱۵۰ يورو جريمه ورکوي يا د ښاري زده کړې دوره به طی کوی يا به په ددې دواړو محکوميږي .
په دې ترتيب له نن ورځې وروسته به په عمومی اماکنو ، بازار ، تم ځايونو ، مکاتبو او دفترونو کې ښځی چادرۍ يا نقاب کې نه لیدل کيږي .
د تیرې شنبې په ورځ د دغه قانون پر ضد مظاهرې وشوې او د مظاهره کونکو له ډلې شپږ تنه ونيول شول .
د فرانسې د حکومت دا اقدام ددې د پاره تر سره شو چې په فرانسه کې اسلام د چټک پر مختګ په حال کې دی د ځنو څيړنو له مخې په فرانسه کې په هرو اوو (۷) دقيقو کې يو تن د اسلام په مقدس دين مشرف کيږي .
انا لله و انا الیه را جعون