آيا ماندينه (ښځه ) خپل خاوند پريښودى شي؟

محترمو علماؤ صاحبانو غربي دموكراسي د خزو د حقوقو د تأمين تر شعار لاندى فه خلكو باندى كورنى د ميني زوند سور اور كرى دى أو وايي خزه هر وخت كولاى شي جه له خبل خاوند نه زان خلاص كرى أو به مخه خه ورته ووايي أو د زان لباره بل نوى خاوند بيدا كري٠ أيا فه إسلامي شريعت كي خزه د إيجاب أو قبول نه وروسته بيله كوم شرعي عذره كولي شي خبل خاوند بريزدي أو كه دا كار منع وي نو ددي خزى أو بلار لباره يي كومه شرعي سزا يا الهي وعيد موجود دي كه نه؟نن سبا به كابل كي همدا نوى مود راو تلي  دي٠ والسلام

سادات – کندهار

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د طلاق اختيار له نارينه سره دی “الفقه الإسلامي وأدلته” (4 /595) ، “الموسوعة الفقهية الكويتية” (32/107- 113) (32/137)

ښځې ته جايز نه ده چې بغير له شرعي عذر څخه د خپل خاوند څخه خلع واخلي يعنې جلا شي خلع د خاصو شرايطو او اسلامي محکمې په صورت کې تر سره کيږي .

هغه ښځه چې بغير له کوم سخت تکليف څخه د خواهشاتو پر بنا طلاق غواړي د داسې ښځې په باره کې سخت وعيدونه ذکر شوي دي .

په حديث شريف کې راغلي دي : اَيُّمَا اِمرَأةٍ سَألَت زَوجَهَا طَلاَقًا فِی غَيرِمَابه بَاسُ ُ فَحَرَامُ ُ عَلَيهَا رَائِحَةُ اَالجَنَّةِ

کومی ښځی چه بغيز د څه سخت تکليف يا څه خاص وجهی نه طلاق و غوښتلو په هغی د جنت بوی حرام دی (ترمذی او ابوداؤد).

اَلمُختَلِعَاتُ هُنَّ المُنَافِقَاتُ کومی ښځی چه بغير د څه سخت تکليف او ضرورت نه خامخا خلع جلا کيدل غواړی هغه په حقيقت کې منافقی دي .

د غرب وحشي ديموکراسۍ رښتيا هم زمونږ پر ټولنه سخت اغيز کړی دی وجه يې دا ده چې مسلمانان د خپل دين او شرعي اصولو څخه ډير لرې او نا خبره دي د هر چا په تقليد پسې ګرځې ،او بله وجه دا ده چې هسې چې ددې وحشي يرغل پر وړاندې هر اړخيزه مبارزه کول ضروري دي مسلمانانو نه ده کړي ( زمونږ افغانان وروڼه هر وخت په نظامي ډګر کې کامياب خو د خلکو په اصلاح ، تبليغاتي مبارزه ، سياسي ، تنالوجې ، اقتصادي او علمي ډګر کې بيا پاتې وي چې په اوس عصر کې په دې ټولو برخو کې د اسلام دوښمنو پر وړاندې کلکه او هوښياره مبارزه کول ضرور دي ) .

 و الله سبحانه وتعالی اعلم

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *