څنګه خپل پلار ته ووايم چې واده غواړم

سلامونه اونیکې هیله مې قبول کړی هیله ده چې روغ رمټ به وی قدرمنو زه یو سوال لرم هیله ده چې په اړوند یې یوه ښه مشوره راکړی

زه یو ځوان افغان یم په داسې یوه جامعه کې ژوند کوم چې له هره پلوه له ستونزو او کړاوونو ډکه ده خبره نه اوږدوم غواړم په لنډو کې درته ووایم چې زما سن (عمر) ۲۴ کلونو ته رسیدلی دی او د واده نوبت می هم دی که څه هم چې له مالې لحاظه مشکلات لرم خو د لوی خدای ج څخه راضي یم او شکر یی کوم چې دومره څه را رسوي چې زما او زما د کورنۍ اړتیاوي تر یوه حده پوره کولای شي زه غواړم چې نور د مجردی ژوند ته دپای ټکېی کیږدم خو نه شم کولای چې مور او پلار ته مې ووایم چې کوژده را ته وکړي ستاسو مشوره غواړم چې په څه شکل مې زه مور او پلار پدې پوهولای شم چې ماته نور نو کوژده وکړي ؟ دا پوښتنه مې له خپلو ملګرو سره هم شریکه کړیده خو هغوی داسې ځوابونه راکوي چې هغه معقول ندې او له یوه دینداره او باسواده ځوان سره نه ښایې چې هغه کړنې تر سره کړي یعنی د ملګرو ځوابونه مې دادې چې په کور کې د بد چلند کول او داسې نور هیله ده چې په اړونده موضوع قانع کوونکې مشوره راکړی منندوی به مو یم

صميم – کابل

(ځواب)

بسم الله الرحمن الرحيم

د صميم صاحب په ځواب كي  بايد ووايم چه په دي كار كي هيځ شرم نه ده په كار ځكه جناب نبي كريم صلي الله عليه وسلم ته به هم صحابه د خپل واده كولو مشوره كوله په يو حديث كي راځي چه يو نفر جناب رسول كريم صلۍ الله عليه وسلم ته راغي او ورته يي وويل چه زه غواړم چه په انصارو كي ځانته واده وكړم جناب نبي كريم صلۍ الله عليه وسلم ورته وفرمائل چه يو ځل يي وګوره د هغوي په سترګوكي يو څه عيب شته .

او جناب نبي كريم صلى الله عليه وسلم خپل امت ته دپلارحيثيت لري ايا ته نه ګوري د قران دغو الفاظو ته (ماكان محمد ابااحد من رجالكم ) او بيا وګوره تفسير بيضاوي شريف چه هغه دغه آيت په تفسيركي ليكي چه نبي صلی الله عليه وسلم په شفقت كي او په نصيحت كي تر موراو پلار څخه ډيرشفقت لري اوواجب الطاعة ده .

او كه بلكل امكان وه نه لري چه ته ورته ووايي نو بيا دې د پلار چه له چا سره علاقه لري هغه ورته پوه كړه او كه دا هم شوني نه وي نو بيا د مسجد امام ورته پوه كړه چه ستا پلار ته هغه وعيدونه بيان كړي چه كوم د ازدواج سره تعلق لري نور دي په مقتدر او توانا خداي سپارم او الله دي نيكه ايمانداره او حسينه ښځه په نصيب كړه . (المفتي ابوالفيض مولوي موسۍ كليم دانش الغزنوي )

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *