که څوک منقول (د نقل وړ) اجناس واخلي مګر پخپله قبضه او ملکيت کې يې را نه ولي يعنې قبض يې نه کړي ددې څه حکم دی ؟ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
كه يو سړي منقول شيان واخلي او قبض يې نه كړي نو بيا ئې دغه شخص په بل چا نه شي خرڅولاي ولو كه په خپله بائع باندې وي ځكه په دې کې غرر ده كه ما ل هلاك شي بيا بيعه ختميږي .
وقبضه لان بيع المنقول قبل قبضه لايجوز ولومن بائعه كماسياتي في بابه (ردالمحتار۷ج ۲۶۸صـ) – مولوی موسی کليم دانش الغزنوي
آن لاين اسلامي لارښود