د معاش د پيسو زکات څنګه دی ؟

لومړی ستاسو ته ته خپل سلامونه دالی کوم ورسته له سلام خخه ایا که معاش تر 40000 زره زیات شی او هغه په کور کی وسا تی او تر خپل ضرورت نه زیات وی نه پدی باندی زکات فرض دی او که نه حکه چی دا خو د تجارت مال ندی ؟

اکبرخان وردګ

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

کله چې مال نصاب ته ورسيږي چې اوس مهال (۱۳۹۲ ه.ش ) نصاب تقريباً ۴۱۰۰۰ افغانۍ کيږي د اصلي ضرورت علاوه چې کله کار ورباندې تير شي زکات ورباندې فرض دی .

لقوله سبحانه وتعالی : يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَنفِقُواْ مِن طَيِّبَاتِ مَا كَسَبْتُمْ ( 267 الفقره ).

ای مؤمنانو! لګوئ ! له حلالو ،پاکو دهغومالونو چه( په کسب سره ) تاسې ګټلئ .

مطلب دا چې نقدې پيسی چې نصاب ته ورسيږي هغه کنز او پانګه بلل کيږي هغه که په مزدورۍ ، تجارت ، اجاره په غيره هر قسم حلال کسب لاس راوړې وي زکات ورباندې کيږي، مګر په اجناس کې دا خبره ده چې که د تجارت په نيت اخيستل شوي پانګه بلل کيږي په هغه کې هم زکات فرض دی .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.