په لاوسپېکر کې تراویح او ختم په اوچت اواز کول جواز لري?

ډېرو درنو او زړه ته راتېر چلوونکوته  خپلې نیکې هیلې او پيرزوینې وړاندې کوم،هیله ده تر دې دمه  مو دروژې مبارکې میاشتې بختورې  او له برکته ډکې شپې او ورځې   دالله  تعالی په عبادت  او خوښئ کې  سبا وبېګاه کړې وي.
آیا په لاسپېکر کې  دتراویح او ختم  کول په داسې صورت کې کوم شرعي جواز لري،چې دنږدي  ګاونډیو لپاره  مزاحمت  وي،اوسمهال خو ماشاالله جوماتونه  دومره  زیات شوي چې  په څومترۍ کې سره  موقعیت لري، په یو جومات کې که  ختم یا تراویح کیږي  په بل جومات کې پر لمانځه  ولاړ  کسان  حیران وي چې دکوم  جومات  لاسپېکر ته غوږ ونیسي دخپل جومات  تر لاسپېکر یې دنورو  جوماتونو دلاسپېکرو غږونه اوچت وي . او همدارنګه په کورونو کې ښځې تر هغې  خپل لمونځ او تراویح نشي کولای ترڅو  په جوماتونوکې  دتراویح لمونځ او ختم نه وي خلاص شوي.

عبدالمتين حميدي

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

فتاوی المعاصر الاسلام سوال جواب په دې باره کې ليکي :

د جمع لمونځ او همدارنګه د تراويح لمونځ په لودسپيکر کې ادا کول جايز نه دي فقط د جومات د اهل د اوريدو د پاره جايز دی دا چې د بهر خلک يې واروي جايز نه دی ځکه په کورونو کې د معذرت واله خلک او مريضان وي .

فقط د لمونځ کونکو د ضرورت د پاره د داخلي لاوسپکرو چالانول جايز دي د بهر لاوسپيکر چالان پريښودل جايز نه دي .

استعمال مكبرات الصوت في الصلوات الخمس وكذا صلاة التراويح ليس مشروعا ، إلا بالقدر الذي يسمع أهل المسجد ، دون أن يرتفع الصوت خارجا فيشوش على بقية المساجد ، وعلى من في البيوت من أصحاب الأعذار كالمرضى وغيرهم (الاسلام سوال جواب )

و الله سبحانه وتعالی اعلم

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.