زما ّپوښتنه داده چی که ښځه د غسل کولو په وخت کښی خپله د ویښتو کوڅی خلاصه نه کړی غسل یی صحیح کیږی که نه لطفاْ مفصل ځواب راکړی؟
عمر علی
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
که ښځې خپل ويښتان کوڅۍ کړي وي نو د غسل په وخت کې د کوڅيو خلاصولو ته ضرورت نشته د ويښتانو پېخونو ته به اوبه رسوي ، پر سر به اوبه اڅوي او په لاسونو به سر ښه موښې تر څو په ښه شان د ويښتانو بېخونو ته اوبه ورسيږي .
هدايه ليکي : و ليس علی المرأة ان تنقض ضفائرها فی الغسل اذا بلغ الماء اصول الشعر ( هدايه ج ۱ ص ۳۷ ) .
د غسل کولو سنته طريقه دلته وګورئ
و الله سبحانه وتعالی اعلم