د دعوت نیوز چلوونکو ته ! السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته! زما پوښتنه د خپلې ښځې د شیدو د ردولو په اړه ده، البته دغه پوښتنه څو ځله له ما نه شوې ده خو زه بی ځوابه پاتی شوی یم او په پوره صراحت سره مې ورته ویلی دی چې پدې اړه معلومات نه لرم اوس غواړم چی تاسی مفصل ځواب راکړی.
پوښتنه: که چیری یو سړی د خپلې ښځې تی د شهوت په خاطر وزبښي پداسی حال کی چی شیدې نه وي پکی، او یا یې په داسې حال کې وزبښي چې شیدې پکې وی شیدې یا وڅښي او یا یی و نه څښي نو پدې صورت کی څه پيښیږی؟؟؟ او د خپلې ښځې شیدې څښل څنګه دي؟؟؟ او که ښځه خپلې شیدې وڅښی څنګه دي؟؟؟ له ډیرو خلکو نه می اوریدلی دی چی ښځه ورباندې طلاقیږی ځکه چی هغه یی رضاعی مور ګرځی، او د یو عربی عالم فتوا می وکتله په یوټیوب کی هغه داسی ویلی ؤ چی که چیری یو سړی د خپلې ښځې تی د شهوت او شوق په وجه سره وروی هیڅ پروا نه لري ځکه چی رضاعیت د ماشوم لپاره تر دوه نیمو کلونو پورې وي او دا خو د شهوت په وجه رودلی
دی نو غواړم چی پدې مسئله باندې مکمل پوه شم هیله ده چی په دواړو حالاتو کې خپله فتوا راکړی مننه
بلال احمد
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
اول : د تۍ رودلو سن دوه کاله دی يعنې د رضاعت حرمت هغه وخت ثابتيږي چې ماشوم تي خورئ وي
قوله تعالی : وَالوَالِدَاتُ يُرضِعنَ أولاَدَهُنَّ حَولَينِ کَامِلَينِ لِمَن أرَادَ أن يُتِمَّ الرَّضَاعَةَ (بقره : 233).
لويانو ته پۍ ورکول ګناه ده خو حرمت نه ثابتيږي .
دوهم : سړی که د خپلې ښځې سينه د شهوت په وخت کې په خوله کې ونيسي کله چې په سينه کې پۍ نه وي نو مباح دی پدې کې هيڅ ګناه نشته (کفايت المفتي ۵/۳۳۷ ) .
مګر د ښځې د پیو څښل حرام دي لکن نکاح نه ماتيږي (کفايت المفتي ۱۷۹/۵ ) .
همدارنګه د ښځې د پاره بې ضرورته د خپلو شېدو څښل حرام دي .
ولم يبح الارضاع مدته ،لانه جزءآدمی والانتقاع به لغير ضرورة حرام علی صحيح (الدرالمختار ۲۱۱/۳ ).
اذامص الرجل ثدی امراته وشرب لبنها لم تحرم عليه امراته لما قلنا انه لارضاع بعد الفصل (الخانية علی هامش الهندية
و الله سبحانه وتعالی اعلم