د جمعې د خطبې پر مهال اذکار ويل جايز دي ؟

دهرسه نه مخکی سلامونه او نیکی هیلی دالسلامی لارشود
تولو کارکونکوته دزره له تله وایم زما سوال دی دجمعی په ورځ دخطبی په وخت کی ذکر اواذکار روا دی که نه ستاسو دلا بریا په هیله په درشت

حکمت الله

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د جمعی خطبې ته عوږ نيول او چپ والی واجب دی ، د خطبی په منځ کې نفل يا سنت لمونځ کول ،تلاوت کول ،تسبيح ويل ، سلام او د سلام ځواب ورکول ټول نا جائز دي .

کل ما حرم فی الصواة حرم فيها ای فی الخطبة خلاصة وغيرها فيحرم اکل وشرب وکلام ولو تسبحاً او رد سلام او امراً باالمعروف بل يجب عليه يستمع او يسکت (درالمختار) .

(فتاوي دارالعلوم ديوبند ،کفايت المفتي او تنوير الأبصار ) .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *