ښځې ته په ټوکو کې ښنځل کول

داسلامی انلاین لارښودچلونکو اسلام علیکم !
دزیات احترام په وړاندی کولوسره باید ووایم چی داستاسو دینی خدمت نه هیریدونکی دی ،
پوښتنه:

که چیری یوکس دخپلی ښخی سره زیاته مینه ولری او دهغه ماندینه هم په دی باور ولری چی زما خاوند زما سره زیاته مینه لری او خاوند ورته بعضی وخت دټوکی په شان کنځلی وکړی او ښځه ورباندی خفه نشی کوم ممانعت شته اوکه نه ؟
مننه خلیل جان
کویته .پاکستان

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د بدو الفاظو کارول او ښکنځلې کول په اسلامي شريعت کې منع دي :

لقوله سبحانه وتعالی : وَلَا تَنَابَزُوا بِالْأَلْقَابِ .. (الحجرات ۱۱ ) او یو بل په بدو لقبو مه بولې .

 بايد يو مسلمان بل مسلمان  يا خاوند خپله بې بې يا ښځه خپل خاوند په داسې لقب وبولي چې پرې خوشحاله شي د قدر او احترام الفاظ وي ، نه د سپکاوي او ښنځلو .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :

(من ‌حق‌ المؤمن‌ علي‌ المؤمن‌ أن‌ يسميه‌ بأحب‌ أسمائه‌ إليه‌ ….) (تفسير انوارالقرآن سورة الحجرات )

يو له حق د مسلمان پر بل مسلمان دا دی چې هغه په داسې نوم وبولي چې هغه د ده د پاره ډير خوښ وي (انوارالقران تفسير پنځم جلد د الحجرات سورت ) .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

و ما توفيقي الا بالله عليه توکلت وانيب

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *