د خواښې کينه له خپلې نګور سره

د دعوت نیوز چلونکو اسلام علیکم !

پوښتنه می داده چی که د چا مور دچاله ښځی سره کینه یاحسد کوی او په ښځه کی کومه ګناه اومورله زوی نه وغواړی چی دښځی په خاطر له ښځی سره باید هیڅ ښه رویه ونه کړی که راته اړینه مشوره راکړی مهربانی به موی چی له یوی خوا دمورحقوق ترپښو لاندی نه شی اوله بلی خوا دښڅی چی دژوند تراخر ورسره ملګری وی له مشکل سره مخ نشی .

مننه خلیل جان
کویته .پاکستان

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د اسلامي شريعت د يو حکم په مقابل کې د بل حکم ترک کول قطعاً جايز نه دي بلکي د همغه حکم د ترک کولو په ګناه او جرم به اخته وي .

اسلامي شريعت د خپلې مور د ښه سلوک کولو امر کړی دی :

وقال الله تعالى: وَاعْبُدُواْ اللّهَ وَلاَ تُشْرِكُواْ بِهِ شَيْئًا وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا). النساء: 36) .

او د الله عبادت وکړئ او د هغه سره هيڅ شی مه شريکوئ ، او د خپل مور او پلار سره نيکي وکړئ

جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي : « رِضَا الرَّبِّ مِن رِضَا الوالدين وَسَخَطُ الرَّبِّ فِي سَخَطِ الْوَالِدين (۱)

يعنې د الله تعالی رضا د مور او پلار په رضا او خوښۍ کې ده او د الله غضب د مور او پلار په خفګان او نا خوښۍ کې دی .

همدا ډول اسلامي شريعت د خپلې ښځې سره هم د ښه سلوک کولو امر کړی :

قوله سبحانه وتعالی : وَعَاشِرُوهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ فَإِن كَرِهْتُمُوهُنَّ فَعَسَى أَن تَكْرَهُواْ شَيْئًا وَيَجْعَلَ اللّهُ فِيهِ خَيْرًا كَثِيرًا)  النساء 19

(( اوله هغی سره په ښه طريقه ژوند تير کړی ، بيا که هغه ستاسی (په څه وجه ) خوښی نه وي نو کيدای شي چې يو شی ستا خوښ نه وي خو الله جل جلا له په هغه کی (ستاسو) لپاره ډيره څه ښيګڼه ايښی وي)) .

نو يو انسان خو به خامخا يوه خاليګاه يا څه نيګړتيا لري مثلاً که کومه ښځه په رنګ کې کمزورې وي نو شايد بل اړخ ته يوه ډيره دينداره او نيک خويه وي چه د خپل خاوند د دنيا او آخرت د نيکبختۍ سبب وګرځي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : أكمل المؤمنين إيمانا أحسنهم خلقا . وخياركم خياركم لنسائهم  (ترمذي 1162،مشکاة المصابيح 3200) .

ژباړه : د ايمان په اعتبار سره ستاسو کښې کامل ايمان والا هغه څوک دی چه د هغه اخلاق اوخوی ښه وي او تاسی کې بهترين اوغوره هغه دی چه د خپلی ښځی سره يی سلوک ښه وي .

داسې نشي کيدای چې څوک د خپلې ښځې طرف ونيسي او والدينو سره بد سلوک را واخلي ، او داسې هم نشي کيدای چې څوک د والدينو په خاطر د ښځې سره بغير له کوم دليل او ګناه بد سلوک را واخلي .

د والدينو امر او خبره منل په معروف کې واجب دي او د قدر وړ دي لکن په ګناه او منکر کې يې د امر او خبرې منل واجب نه دي ، ځکه :

لا طاعة لمخلوق في معصية الخالق  (د خالق جل جلاله په نافرمانۍ کې د مخلوق اطاعت نشته ).

تاسې ته مو نصحيت دا دی چې خپلو والدينو سره ښه سلوک وکړئ ځکه هغوی ستاسو په روزنه او پالنه کې ډير تکليفونه ګاللي دي همدارنګه د خپلې ښځې سره مو هم ښه سلوک کوئ ځکه هغه د خپلې مور د مهربانې غيږ څخه جلا او ستاسو په کور کې ناسته ده .

و ما توفيقي الا بالله عليه توکلت وانيب

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *