د وربشو د ابو (بير) څښل څه حکم لري ؟

د وربشو د ابو (بير) څښل څه حکم لري ؟

د دعوت نیوز درنو چلونکو علماء کرامو!
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته.
بیر یو ډول مشروب دی زه په هغه کې دمخلوطو موادو په اړه معلومات نلرم چې حرام څیزونه به ورپکي ګډ وي که نه،په بازارونو کې دانرژي په څیر په عام ډول خرڅیږي او دعامو مشروباتو په ډول خلګ ورڅخه استفاده کوي،ايا ددې څيښتل صحي دي په داسي حال کې چې په موادو کې یې شک هم لرم.
که دبیر داجزاء په هکله او د هغوی په شرعي اړخ رڼا واچوئ مهرباني به مو وي

فيض الله

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

البير يا د وربشو اوبه په دوه ډوله دي :

اول ډول : هغه بير چې نشه لري کوم چې په ځنو ښارونو پلورل کيږي ، پس دا د وربشو شراب دي ، خريد او فروش او څښل يې حرام دي ، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : كُلُّ مُسْكِرٍ خَمْرٌ وَكُلُّ مُسْكِرٍ حَرَامٌ ) رواه مسلم (2003)

هر نشه کوونکی شی شراب دي او هر نشه کوونکي شی حرام دي (کوم شی چې نشه ولري هغه که هر ډول تعامل او نوم ولري د شرابو حکم لري ) .

د شرابو او نشه کوونکي شی څښل حرام دي هغه که لږ وي او يا ډير ، و لو که يو څاڅکی هم وي حرام دی ، ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : ( مَا أَسْكَرَ كَثِيرُهُ فَقَلِيلُهُ حَرَامٌ ) رواه الترمذي (1865).

يعنې : د هغه څه چې زيات مقدار نشه کونکی وي کم مقدار يې هم حرام دی .

دوهم ډول : هغه بير دي چې نشه نه لري ، او د الکحولو څخه خالي دي ، دا نشه نه لري ځکه هغه ډيرو انسانانو چښلي دي نشه نه لري نو په دې قسم باندې د علماء فتوای دا ده چې دا ډول بيرحلال دي .

و الله سبحانه و تعالی اعلم

موقع الاسلام سوال جواب ، شيخ محمد صالح المنجد –  رقم الفتاوي 33763

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.