د پېشلمې يو ساعت وروسته ګانګې او قی کول

اسلام علیکم.رورجانہ یو پوختنه لرم. او هغه دا چی یو سڑی پیشمنے وکڑی او یو گهنٹه بعد اولٹی وکڑی (ګانګې).نو دے سڑی د پارہ اسلام سه حکم ورکوي آیا روژہ ونیسی که نہ بیا بہ ی قضا نیسی. دجواب پہ انتظار

وزیر خان ظہیر لنڈیکوتل.

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

 

په دې مسئله کې د څلورو واړو مذاهبو اتفاق دی چې کچيرې پر چا قیء غلبه وکړي او ونشي کولای د هغه مخ ونيسي نو روژې ته نقصان نه رسوي مګر په قصداً قیء کولو سره د روژې قضا واجبيږي چې بيا د رمضان وروسته د دغه ورځې قضايي ګرځوي .

د ابوهريره نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : من ذرعه  القئ فليس عليه قضاء، ومن استقاء  عمدا فليقض ( که قی پر چا باندې غلبه وکړي قضايي نشته او که څوک په قصد سره قی وکړي د روژې قضا به راوړي ) – احمد ، ابوداود ، ترمذی ، ابن ماجه ، ابن جبان او دارقطني .

نو که تاسې بې قصده او بې واکه ګانګې کړي وي روژه نه ماتوي .

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.