په تهران کې مو د جمعې د لمانځه ادا کولو لپاره کور نيولی دی
زماپوشتنه داده چي مونژپه ایران کی د جمعی دلمانځه لپاره یوکور اجاره کری بعض خلق مونژ ته وایی چی په دی مکان کی لمونځ نه کیژی ځکه چی دامسجد جامع نه دی اوستاسی حضور کم دی دلمانڅه لپاره: سره له دی چی په تهران کی اهل سنت نشی کولای چی په مسحد جامع کی لمونځ وکری دایران ددولت له طرفه اجازه نه لری:آیا مونژ ته په دی مکان کی لمونځ ځه حکم لری اویو بله پوشتنه چی دجمعی لمانځه لپاره حداقل باید څو نفره حاْضر وی؟ستاسی څخه دیره مننه
محمد رحيم
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
که په ښار کې جامع جومات وي نو پر مسلمانانو واجبه ده چې هلته د جمعې لمونځ ادا کړي ، که جومات نه وي او يا لکه د ايران د حکومت په څير چې په جومات کې د جمعې په لمونځ باندې بنديز وي نو پر مسلمانانو باندې په خپل ځای کې د جمعې د لمانځه اقامه واجبه ده او هغوی ته دا جايز نه ده چې د جمعې لمونځ ترک کړي ، د جمعې د لمانځه د اقامې د پاره د دريو کسانو موجوديت کافی دی .
جاء في الفتاوی الاسلام سوال جواب
إذا كان في المدينة التي تسكنون مسجد تقام فيه صلاة الجمعة ، وجب عليكم الصلاة معهم ، ولا يجوز لكم إحداث جمعة أخرى ، أما إذا لم تكن المدينة تقام بها صلاة الجمعة فالواجب عليكم إقامتها ولا يجوز لكم أن تصلوا مكانها صلاة الظهر لأن ( إقامة الجمعة واجبة على المسلمين في قراهم يوم الجمعة ، ويشترط في صحتها الجماعة . ولم يثبت دليل شرعي على اشتراط عدد معين في صحتها ، فيكفي لصحتها إقامتها بثلاثة فأكثر ، ولا يجوز لمن وجبت عليه أن يصلي مكانها ظهرا من أجل نقص العدد عن أربعين ، على الصحيح من أقوال العلماء).
و الله سبحانه وتعالی اعلم