د علم تفسير ډولونه

تفسير په دوه ډوله دی تفسير بالمأثور او تفسير بالرأی.

اول – تفسير بالمأثور (بالروايه):

د قرآنکريم هغه تفسير دی چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم، صحابي او تابعي د اثر او روايت له مخې ترتيب شوی وي لکه: د کوم آيت شريف په تفسير کې د رسول الله صلی الله عليه وسلم قول چې په دې ايت کې د هغه قول داسې دی، او يا په دې باره د ابن عباس او يا ابن مسعود قول داسې دی او يا د مجاهد قول داسې دی، د دغو دريو طبقاتو د اقوالو په رڼا کې ترتيب شوي تفسير ته بالمأثور وايي.

تفسير مأثور څلور قسمه دی :

۱- تفسير د قرآن په قرآن سره: او دا د تفسير غوره ډول دی، چې د قران په يو ځای کې يو مطلب مجمل ذکر شوی او په بل ځای کې په تفصيلي ټوګه راغلی وي.

۲- د قرآن تفسير په سنتو سره: دا چې قرآنکريم په سنتو سره تفسير شوی وي لکه: د لمانځه، حج او نورو احکامو تفصيل کوم چې په سنتو کې راغلی دي.

۳- د صحابه کرامو تفسير: صحابه کرام رضی الله عنهم د رسول الله صلی الله عليه وسلم د مدرسې زده کوونکي وو دوی تر ټولو زيات د قرآن په معنی او مقصد پوهېدل نو په تفسير کې د صحابي قول حجت بلل کيږي.

۴- د تابعينو تفسير: تابعين رحمهم الله د صحابه کرام رضی الله عنهم د مدرسې زده کوونکو وو.

د تفسير بالمأثور مشهور کتابونه :

د امام الطبري رحمه الله ليکل شوی تفسير “جامع البيان عن تأويل آي القرآن”.

د ابن کثير رحمه الله “تفسير القرآن العظيم” چې مشهور په تفسير ابن کثير دی. د امام السيوطي تفسير “الدر المنثور في التفسير بالمأثور” تفسير ابن ابی حاتم

دوهم – تفسير بالرأی (بادرايه):

د قرآنکريم هغه تفسير دی چې خپله مفسر د اصول تفسير له مخې تر سره کړی وي.

تفسير بالرأی دوه ډولونه دي :

۱- الرأی المذموم: هغه تفسير دی چې مفسر د شرعي دليل او د اصول تفسير پرته د خپلې رأی او هوا له مخې تفسير وکړي داسې کول حرام او يوه خطرناکه هڅه ده، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: «من قال في القرآن بغير علم فليتبوء مقعده من النار» (رواه الترمذي).

يعنې: څوک چې په قرآن کې د علم پرته څه خبره وکړي نو د ځان د پاره يې په اور کې ځای وټاکلو.

۲- الرأی المحمود: هغه تفسير دی چې د شرعي او علمي اصولو او ضوابطو له مخې ترتيب شوی وي، لقوله سبحانه وتعالی: {أفلا يتدبرون القرآن أم على قلوب أقفالها }.

د تفسير بالرأی مشهور تصنيفات :

د امام الطبري تفسير چې اثر او رأی دواړه پکې جمع شوی دي.

د امام القرطبي تفسير “الجامع لأحكام القرآن”.

تفسير ابن کثير چې اثر او رأی دواړه پکې جمع شوی دی.

د علم تفسير مشهور کتابونه:

۱- تفسير عبدالله بن عباس، ۲- تفسير ابن كثير. ۳- تفسير الطبري، ۴- تفسير البغوي،۵- تفسير زاد المسير ،۶- تفسير القرطبي ۷- تفسير روح البيان – ۸ – تفسير وهبة زحيلي ۹- تفسير في ضلال القرآن ۱۰- تفسير البيضاوي، ۱۱- تفسير جلالين….

په پښتو ژبه :کابلی تفسير،عزيز التفاسير، معارف القرآن او د قرآن پلوشې .

په دري ژبه: انوارالقرآن، کابلی تفسير، تفسير في ضلال القرآن

…………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………

که تاسو غواړئ چې علمي او تحقیقاتي لیکنې او مقالې مو په دعوت نیوز کې خپرې شي نو لاندې لینک کیکاږئ او مونږ ته په انلاین بڼه خپله لیکنه را واستوئ؛

https://dawatnews.com/submit-article/

شرعی پوښتنه:

که کومه شرعی پوښتنه لری دمهربانی له مخی لاندی فورم ډک کړی او خپله پوښتنه ثبت کړي.

https://shorter.me/75WZr

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!
چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟