د لادرکه سړي ښځه د بل چا سره نکاح کولای شي ؟

زه یوه پوشتنه لرم خدای (جل جلاله) دې وکړي چه مفصل ځواب راکرئ:- که دې یوې ښځې خاوند لادرکه شوی وي هغه ښځه تر څو کالو انتظار وروسته د بل چا سره نکاح کولی شي البته ځواب به د څلور واړو یعنی حنفی ، شافعی، مالکی او حنبلی فقهو په اساس را کوئ وسلام

هتکي

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

مفقود الخبر هغه چا ته ويل کيږي چې بې درکه شوی او ورک شوی وي د مرګ او ژوند هيڅ پته يې نه وي .

ايا د بې درکه سړي ښځه د بل چا سره نکاح کولای شي ، د خپل ميړه د درک پيدا کيدو د پاره څومره انتظار کولای ؟

اول : د امام ابوحنيفه او امام شافعي په نزد څو پورې چې د سړي د مرګ خبر يا د هغه د مرګ غالب ګمان او يا د هغه لخوا طلاق نه وي ورکړی شوي ښځه د بل چا سره نکاح نشي کولای .

جاء في الموسوعة فقهية : ولكن إلى متى تبقى كذلك‏؟‏ لم يأت في السنّة إلا حديث واحد هو قوله عليه الصلاة والسلام‏:‏ «امرأة المفقود امرأته حتّى يأتيها الخبر»‏.‏

وهذا النّص المجمل جاء بيانه في قول عليٍّ رضي الله عنه‏:‏ بأنّ امرأة المفقود تبقى على عصمته إلى أن يموت‏,‏ أو يأتي منه طلاقها‏.‏

وبه قال ابن مسعودٍ رضي الله عنه والنّخعيّ‏,‏ وأبو قلابة‏,‏ والشّعبي‏,‏ وجابر بن زيدٍ‏,‏ والحكم‏,‏ وحمّاد‏,‏ وابن أبي ليلى‏,‏ وابن شبرمة وعثمان البتّي‏,‏ وسفيان الثّوري‏,‏ والحسن ابن حيٍّ‏,‏ وبعض أصحاب الحديث‏.‏

وإليه ذهب الحنفيّة‏,‏ والشّافعي في الجديد‏.‏

حنفيه او شافعيه فقهاء په لاندې احاديثو باندې استلال کوي :

د حضرت مغيره بن شعبه رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : اِمرأة المفقود امرأته حتی ياتيها البيان ( دارقطني ) .

يعنې : د بې درکه سړي ښځه تر هغه پورې د هغه ښځه ده څو پورې د هغه د مرګ او ژوند پته و نه لکيږي .

همدارنګه د حضرت علی رضی الله عنه روايت دی چې چې د بې درکه سړی ښځې لره تر هغې پورې صبر کول پکار دی څو د هغه د مرګ او ژوند پوره حال معلوم شي : فلتصبر حتی يستبين موته او طلاقه . او د حضرت علی رضی الله عنه د قول سره ابن مسعود رضی الله عنه موافق دی .

دا چې په غالب ګمان ښځه څومره وخت انتظار وکړي تر څو د مرګ غالب ګمان پيدا شي دا نظر وخت او ځای ته فرق کوي په دې اړه د حنفي علماؤ رايې مختلفي دي ، شرح وقايه کې د ۹۰ کالو ذکر شوی دی ، د امام ابوخنفيه يو قول صرف د ۳۰ کلونو دی ، ځنو حضراتو ۶۰ يا ۷۰ کاله ذکر کړی دی او د صاحبينو نه د ۸۰ کلونو نقل شوی دی . (جديد فقهي مسائل ج ۲ ص ۱۵۶ – مختصرالقدوري ص ۱۵۰) .

دوهم : د قديمو شافعي فقهاء په نزد څلور کاله به انتظار کوي او د امام مالک په نزد باندې که سړي په دارالاسلام کې بې درکه شوی وي ښځه يوازې ۴ کاله انتظار کولای شي او په کفري ملک کې وي څو چې د هغه د مرګ درک نه وي معلوم شوی د بل چا سره نکاح نشي کولای.

د دوی دليل دا دی چې د حضرت عمر رضی الله عنه او حضرت عثمان رضی الله عنه نه روايت نقل شوی دی چې د بې درکه سړي ښځه به څلور کاله انتظار کوي او څلور مياشتې او لس ورځې به عدت تيروي د هغه وروسته د بل کس سره نکاح کولای شي .

جاء في موسوعة الفقهية : وذهب عمر رضي الله تعالى عنه إلى أنّ امرأة المفقود تتربّص أربع سنين‏,‏ ثمّ تعتد للوفاة أربعة أشهرٍ وعشرة أيّامٍ‏,‏ فإذا انقضت حلّت للأزواج‏.‏

وبهذا القول قال عثمان‏,‏ وابن عمر‏,‏ وابن عبّاسٍ‏,‏ وابن الزبير‏,‏ هو رواية عن ابن مسعودٍ‏,‏ وعليٍّ رضي الله عنهم‏,‏ وهو قول الشّافعيّ في القديم‏.‏

وذهب المالكيّة إلى أنّ المفقود في بلاد المسلمين تتربّص امرأته أربع سنين‏,‏ ثمّ تعتد أربعة أشهرٍ وعشرة أيّامٍ‏,‏ ثمّ تحل للأزواج‏,‏ وأمّا المفقود في بلاد الأعداء‏,‏ فإنّ زوجته لا تحل للأزواج إلا إذا ثبت موته

دريم : د بې درکه کس د ښځې د نکاح په اړه د حنابله دوه قولونه دي ، اول : دا چې د هغه د مرګ پته ولګيږي ، دوهم : دا چې هغه به ۹۰ کاله انتظار کوي .

جاء في موسوعة الفقهية :

وأمّا الحنابلة فعندهم في المفقود الّذي ظاهر غيبته السّلامة قولان‏:‏

الأوّل‏:‏ لا تزول الزّوجيّة ما لم يثبت موته‏.‏

الثّاني‏:‏ أنّ زوجته تنتظر حتّى يبلغ من العمر تسعين سنةً في روايةٍ‏,‏ وفي روايةٍ أخرى أنّ المدّة مفوّضة إلى رأي الإمام والرّواية الأولى هي القويّة المفتى بها‏,‏ وهذا هو الصّحيح في المذهب‏.‏

و الله سبحانه و تعالی اعلم

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.