محترما: السلام عليکم ، زما پوښتنه د سود په باره کی ده. زه د یو شرکت سره په معاش کار کوم یعنی کارمند یم . دا شرکت تیل ډیزل په سود اخلی یعنی فی ټن تیل کی نقد ۸۰ دالرو څخه تر ۸۰۰ دالرو پوری مفاد ورکوی نقدی روپی نه لری تیل په قرضو اخلی او کله چی بل یه (انوایس) اجرا شی نو تولی روپی جمع د قرض سود ورکوی ، ایا په داسی شرکت کی کار کول د اسلام د نظره څه حکم لری .
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د سود خوړلو او سود ورکولو څخه علاوه د سود په معاملاتو کې شاهد او کاتب (ليکونکی يا مامور ) هم شامل دي .
[لَعَنَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ آكِلَ الرِّبَا وَمُؤْكِلَهُ وَكَاتِبَهُ وَشَاهِدَيْهِ وَ قَالَ: هُمْ سَوَاءٌ] (مسلم 1598) .
رسول الله صلی الله عليه وسلم د سود خوړونکي ،ورکوونکي ،ليکونکي او شاهدان لعنت کړي دی ،اوويی فرمايل چه دوی ټول په اصل د ګناه کی سره برابر دی .
که څه هم چې کاتب او شاهد د سود د ورکړې او راکړې په معامله کې لاس نه لري خو د سودخور سره د مدد او مرستې په نسبت هغوی هم د سود په جرم کې شامل ګڼل کيږي .
نو د پورته نبوي نص په دليل په هغه شرکت کې چې د سود لين دين لري کار کول چواز نه لري .
همدارنګه د سود خور سره په کار کې شرکت کول جايز نه دي :
جاء فی الفقه التجار المسلم
لا يجوز للمسلم أن يساهم في شركات تتعامل بالربا أخذاً وإعطاءً كما هو حال كثير من الشركات المساهمة التي ينص في أنظمتها على أن من موارد الشركة الإقراض والاقتراض بالربا.
والنصوص الشرعية من كتاب الله وسنة رسوله – صلى الله عليه وسلم – صريحة في تحريم الربا تحريماً قاطعاً لا شك فيه. ومن المسلَّم به عند أهل العلم أن فوائد البنوك هي من الربا المحرم ( فقه التجار المسلم ۱/۱۳۱ ) .
و الله سبحانه وتعالی اعلم