السلام عليکم
زما یوتپوس دی هیله ده چی راته یی جواب کړی. زما 10 کاله کیږي چی زه دگیری ویختان دلاس په زریعه سره اوباسم حتی په لمانځه کې هم داسې کوم .
په هره 3و4 ورځو زه حجامت کوم دهمدی وجهی چی بعضی حصه کی ویخته وي اوبعضی کی نه وي ډیربد ښکاره کیږي .
خپل ټول یاران راپوری خاندی او زه هم دانه خوښوم چی داسی دی وي.
که تاسی راته کومه داسی لار اوښايی چی زه ددی عادت نه خلاص شم نوزه به دغت مشکل نه خلاص شم .
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
اول :
په لمانځه په ږيره ، ويښتانو او جامو لوبې کول او لاس وهل مکروه دي مګر که عمل کثير ته ورسيږي لمونځ فاسد دی
عمل کثير دا دی چې کتونکی ګمان وکړي د نوموړی لمونځ نه کوي .
دوهم : د ږېرې څخه د ويښتانو ايستل يا د قبضې څخه کمول جايز نه دي :
تفصيل دلته وګورئ
https://dawat610.com/archives/8221
دريم : همدارنګه د ږيرې او سر څخه د سپينو ويښتان ايستل منع دي :
أبي هريرة رضي الله عنه أن النبي صلى الله عليه وسلم قال : ( لا تنتفوا الشيب , فإنه نور يوم القيامة , من شاب شيبة في الإسلام كانت له بكل شيبة حسنة , ورفع بها درجة ) رواه ابن حبان , و سلسلة الصحيحة ( 3/247) : إسناده حسن
ابی هريرة رضی الله عنه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : (سپين ويښتان ) مه شکوئ ، ځکه دا به د قيامت په ورځ نور وي څوک چې په اسلام يو ويښته سپين کړي هغه لره په هر ويښته باندې يو نيکي وي او په هغه سره يې درجه او منزل لوړيږي .
هيله ده چې تاسې دغه عادت په کلک عزم سره ترک کړئ