لنډ نبوي سیرت (څلورمه او وروستۍ برخه)

لیكوال: عزیز (غزنوی)

🕋 لنډ نبوي سیرت (څلورمه او وروستۍ برخه)
📌 د هجرت نه وړاندې مهمې پېښې

حبشې ته لومړنی هجرت
د بعثت په پنځم کال د رجب په میاشت کې مسلمانانو چې د نرانو شمېر یې ۱۲ تنه او د ښځو شمېر ۴ و، د رسول الله مبارک په امر حبشې ته هجرت وکړ.

✅ حبشې ته دوهم هجرت
په دوهم ځل هجرت کې د مسلمانانو ( نارینه) شمېر ۸۳ او د ښځینه شمېر ۱۸، ۱۹ و.

✅ د حمزه رضي الله عنه اسلام
د حمزه رضي الله عنه اسلام: د نبوت په شپږم کال د ذي الحجې په میاشت کې.

✅ د عمر رضي الله عنه اسلام
د عمر رضي الله عنه اسلام: د نبوت په شپږم کال د ذي الحجې په میاشت کې، له حمزه رضیڅ الله عنه څخه درې ورځې وروسته.

✅ عام الحزن (غمیز کال)
عام الحزن هغه کال ته وایي په کوم کې چې د نبي علیه السلام کاکا په لسم کال د نبوت د رجب په میاشت کې وفات شو، ځیني وایي د روژې په میاشت کې وفات شوی. او وروسته بیا په همدې کال د روژې په میاشت کې د ۶۵ کالو په عمر خدیجه رضي الله عنها وفات شوه.

✅ طائف ته د نبي ﷺ سفر
د نبي علیه السلام طائف ته تلل: د نبوت په ۱۰ کال د شوال په میاشت کې.

📌 د هجرت نه وروسته مهمې پېښې

✅ د ابو بکر رضي الله عنه حج
‏د ابو بکر رضي الله عنه حج: د هجرت په ۹ کال د ذي الحجې په میاشت کې.

✅ حجة الوداع (د خدای پامانۍ حج)
حجة الوداع: د هجرت په لسم کال د ذي الحجې په څلورم تاریخ.

✅ جیش اسامه بن زید
جیش اسامه بن زید: د هجرت په یوولسم کال د صفر په میاشت کې.

🕊 د رسول الله ﷺ وفات
د هجرت په ۱۱ کال د صفر میاشت په لومړیو کې نبي علیه السلام د احد په شهیدانو لمونځ ادا کړ، څو ورځې وروسته د دوشنبې په ورځ د ربیع الأول په ۱۲ تاریخ د هجرت په ۱۱ کال د ۶۳ کالو او ۴ ورځو په عمر په مدینه منوره کې د عائشې رضي الله عنها په حجره کې او د هغې مبارکې په غېږ کې په داسې حال کې له دنیا سترګې پټې کړې چې دا دوعا یې ویله” اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِي، وَارْحَمْنِي، وَأَلْحِقْنِي بِالرَّفِيقِ الأَعْلَى”.

(اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ ، اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ “.)

 

📚 سرچینې
الرحیق المختوم – صفي الرحمن المبارکفوري
السيرة الحلبية – علامه علي بن برهان الدين الحلبي الشافعي
دلائل النبوة – أبو بکر أحمد بن حسین البيهقي
أطلس السیرة النبویة – ډاکټر شوقي أبو خلیل

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *