سلامونه او نیکې هیلی ستاسو درانه حضور ته زما پوښتنه که چیرې د یو سړي ښځه طلا ولري او په هغې باندې زکات هم کیژي او د هغی ښځې خاوند دری برابره د هغه د طلا قرضداره وي نو پدی صورت کی په هغه باندې زکات فرض دی کنه وسلام
روف رسولي
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
الحمدلله رب العلمين والصلاة و السلام علی محمد صلی الله عليه وسلم
ددې طلا يا سرو زرو مالکه ښځه ده نه خاوند کچېرې سره زر نصاب ته رسېدلي وي (۸۵ ګرامه وي ) په ښځه باندې زکات فرض دی د خاوند قرض د ښځې په نصاب او د زکات په وجوب باندې تأثير نلري .
لا يجب على الزوج أن يدفع الزكاة عن زوجته ، لأن الزكاة إنما تجب على صاحب المال ، وليست الزكاة من النفقة الواجبة للزوجة على زوجها .(موقع الاسلام سوال جواب ) .
و الله سبحانه وتعالی اعلم