سلامونه اونیکی هیلی زماسوال دی یوکس باندې چې پیریان راشي او ولويږي بیرته سم شي مخکې ددې نه چې پیران پرې رایشي دغه کس اودس کړی وي اوس چې پیریان ترې لاړل دا کس چې اوس لمونځ کوی هغه مخکنی اودس یی کافی دی که اوس به بیا بل اودس کوی مننه د ځواب په تمه
حمايت الله
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
الحمدلله رب العلمين والصلاة والسلام علی محمد صلی الله عليه وسلم
کچېرې بې هوشه او بې حسه شوی وي چې د حملي پر مهال يې عقل تللي وي پخپل ځان باندې خبر نه وي اودس يې ماتيږي ځکه اودس په خوب ، د عقل تلل ، نشه او بې حسه کېدو او ليونتوب باندې ماتيږي .
غيبة العقل أو زواله بالمخدرات أو المسكرات، أو بالإغماء أو الجنون، أو الصرع، أو بالنوم (فقه الاسلامي وادله / وهبة الزحيلي ) .
و الله سبحانه وتعالی اعلم