د لونګ له ګټو ځان خبر کړئ!

لونګ یو طبیعي بوټی دی، چې د خوراک تر څنګ په درملو، عطرو، تېلو او نورو ډېرو شیانو کې استعمالیږي او یو شمېر ګټې لري، چې ځینې یې په لاندې ډول دي.

وینه پاکوي: د لونګ لږ اندازه استعمال په بدن کې د وینې جریان تیزوي او ورسره وینه پاکه ساتي.

د غاښونو درد ختموي او ورۍ تقویه کوي: لونګ د مسواک یا دنداسې په شکل په غاښونو وهلو سره ورۍ کلکیږي، او یا د دوه جوار دانو په اندازه لونګ خوله کې واچوئ تر دې چې نرم شي، بیا یې اوبه د مضمضې په شکل خوله کې واړوئ، د غاښونو درد به مو ختم شي، د بیا اړتیا لپاره همدغه لاره تکرار کړئ.

د خیټې درد ختموي: د لونګ چای استعمال کړئ، په دې سره مو د خیټې ګاز ختمیږي، ورسره د خیټې درد ختمیږي، اشتها مو جوړيږي، هاضمه مو سمیږي او له معدې څخه جراثیم هم ختموي.

سر دردي ختموي: هغه خلک چې همیشه د سردردۍ څخه شکایت کوي او یا هغه څوک چې له دفتري کار وروسته او یا په سهار وخت د سردردۍ ستونزه لري، لونګ یې غوره درمل دی، یا دې د لونګ چای وڅښي او یا دې په خوړو کې استعمال کړي.

د ستونې درد کموي: د لونګ استعمال د مضمضې په شګل لکه پورته مو چې وویل- د ستونې درد کمولو کې مرسته کوي.

د مخ پوستکی صفا کوي: د لونګ بوټي څخه یو اندازه اوبه وباسئ، یو کاشوغه شات او نیم لیمو په کې وزبیخئ، دریواړه سره ګډ کړئ او بیا یې پر مخ ووهئ او د شل دقیقو لپاره یې پریږدئ، بیا یې پر یخو اوبو پریمنځئ، همدا ډول د ځوانۍ دانو ختمولو کې هم مرسته کوي.

د شکر ناروغۍ مخه نیسي: د څیړنو له مخې ویل شوي چې لونګ د شکر ناروغۍ په مخنیوي کې مرسته کوي.

وزن کموي: د لونګ استعمال په ټول بدن کې د وازدې زیاتېدو مخه نیسي، د خوراک او څښاک په شکل یې استعمال کړئ.

د لونګ تېل هم د یو شمېر ناروغیو درمل دی، په ځانګړي ډول د ویښتانو لپاره، چې په اضافي ویښتانو ختمولو او د سپین ویښتان تورولو کې مرسته کوي.

د یوه عام ناروغ لپاره د لونګ استعمال باید د نسخې په شکل وشي او یا له استعمال مخکې له ډاکټر سره مشوره وشي، ځکه چې ددې همیشه استعمال او یا په استعمال کې ناغیړي او یا بې باکه استعمالول ممکن د نورو ناروغیو لامل وګرځي، ځکه که لونګ د کومې لارې نه پوزې ته داخل شي تنفس زیانمنوي، او همداسې نورې ناروغۍ….

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.