السلام عليکم ، پوښتنه مې دا ده چې زمونږ د مرحوم پلار څخه زما مور ، زما په شمول 4 زامن او 2 لوڼې او د يوه ورور دوه زامن او دوې لوڼې پاتې دي د پلار نه مې 80 جريبه ځمکه پاتې ده اوس دغه مونږ څنګه تقسيم کړو .
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
ددې مسئلې حل په لاندې ډول دی
التوضيـح | برخه | وارث |
په هغه صورت کې چې مړي څخه نارينه يا ښځينه اولاد پاتې وي يا د بلې ښځې څخه پاتې وي .
|
1
——
8 |
ښځه |
په هغه صورت کې چې زامن او لونې وي عصبه ګرځي زوی د لور په نسبت دوه برابره برخه اخلي ځکه چې لور مالي مسئوليت نلري او په زوی باندې نفقه واجب ده | عصبه | زامن (4) او لوڼې(2) |
کله چې زامن موجود وي لمسيان حجب ګرځي
|
– |
لمسيان (2)
|
کله چې دوې لوڼې وي لمسيانې حجب ګرځي
|
— |
لمسيانې (2)
|
د هر وارث برخه : 80÷8=10
د ښځې برخه :10 جريبه
د زوی برخه د لور په نسبت دوه برابره
80-10=70
4×2+2=10
70÷10=7
د هر زوی برخه 14 جريبه
د هرې لور برخه : 7 جريبه