په قسم سره طلاق واقع کيږي او که نه ؟

اسلام علیکم ګرانو زما یوه پوښتنه ده او د ځواب په هیله ګرانو که چیری یو کس خپلی ښځی ته ووایي که ته زما د اجازی نه بغیر چیرته لاړی نو قسم ده که بیا زما کور ته راشې او ددې کس هغه وخت د طلاق نیت نه وي او یا وي او یا ورسته راشی نو طلاق کیږی او يا یوازی قسم؟

محمد زبير

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د څلورو واړو مذاهبو په اتفاق سره د قسم معلق طلاق ( په کوم کار او شرط پورې تړلی ) طلاق واقع کيږي دليل يې د بخاري دا حديث دی : عن ابن عمر قال: «طلق رجل امرأته البتة إن خرجت» فقال ابن عمر: إن خرجت فقد بانت منه، وإن لم تخرج فليس بشيء.

جاء في فقه الاسلامي وادله :

فقال أئمة المذاهب الأربعة: يقع الطلاق المعلق متى وجد المعلق عليه، سواء أكان فعلاً لأحد الزوجين، أم كان أمراً سماوياً، وسواء أكان التعليق قسمياً: وهو الحث على فعل شيء أو تركه أو تأكيد الخبر، أم شرطياً يقصد به حصول الجزاء عند حصول الشرط.

ما أخرجه البخاري عن ابن عمر قال: «طلق رجل امرأته البتة إن خرجت» فقال ابن عمر: إن خرجت فقد بانت منه، وإن لم تخرج فليس بشيء.

بقوله صلّى الله عليه وسلم : «المسلمون عند شروطهم»

فتح القدير: 150/3 ومابعدها، الدر المختار: 715/2-723

مګر د امام ابن تيميه او ابن قيم قول دا دی چې که نيت يې قسم وي طلاق نه واقع کيږي د قسم کفاره به ادا کوي او که نيت يې طلاق وي طلاق واقع کيږي .

خلاصه :

د جمهورو فقهاؤ د قوله د مخې طلاق بائن واقع شوی دی تجديد نکاح ته ضرورت دی له سره به نکاح کوئ بغير له نکاح څخه يو ځای والی او ژوند کول حرام دي .

مګر که په طلاق کې شک لرې چې نيت مې د طلاق وو او که نه ؟ يا هسي د قهر او غوصي اظهار وو نو بيا په شک کولو طلاق نه ثابتيږي .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.