د ماشومانو ښوونه اوروزنه

ښوونه اوروزنه د یو هیواد اساس او بنسټ دی چې د ټولنې پرمختګ او هوساینه تضمینوی، هغوهیوادونو چې پرمختګ کړی لامل یې سواد اوزده کړه ده، اود شاته پاتوهیوادونو د وروسته پاتیکیدلو لامل هم د زده کړی په لاره کې د ښه پانګونی نه شتون دی، چې په دې ډله کې یو هم افغانستان دی چې د خلکو ترمنځ یې سواد په ډیره ټیټه کچه کې دی او ښوونې اوروزنې پکې سمه وده نه ده کړی، چې دا بې سوادی او د زده کړی ټیټه کچه د دې لامل شوی چې دا هیواد د شاته پاتو هیوادونوپه ډله کې راشي.
درې لسیزو جنګ جګړود افغانستان ټول بنسټیزو ارګانونوته د ښوونې اوروزنی په شمول ضرر رسولی چې په افغانستان یې د نړۍ د شاته پاتو هیوادونوپه ډله کې راوستی، اوس مهال په هیواد کې باسواده اوپوه وګړی ډیرکم دی چې د یوې سروی له مخې په افغانستان کې شاوخوا یوولس ملیونه وګړی د سواد څخه محروم پاتی دی؛ خود طالبانو د حکومت د ړنګیدواو د نوی حکومت په رامنځته کیدو ډیر شمیر ځوانانو او ماشومانو ښوونځیوته مخه کړه، چې دوی په ډیر شوق او مینی ښوونځیوته د ډېرولروځایونو، په ګرمۍ او یخنۍ کې را ځې او حتی پرزمکه د کیدیو لاندې خپلې زده کړې ته ادامه ورکوی.
د افغانستان د اساسی قانون په ۴۳ ماده کې د ښوونې اوروزنې په هکله راغلی: زده کړه د هرافغان حق دی، او دولت باید د دوی لپاره په ښوونیزو موسسو کې د لسانس تردرجی پورې د وړیا زده کړی زمینه برابره کړی، دولت مکلف دي چې د متوازنې پوهنې د تامینولو په خاطرد متوسط اجباری زده کړوپروګرام پلی کړی، اوپه هره سیمه کې دهم هغی سیمی د اوسېدونکو په ژبه دې هغوي ته د زده کړه زمینه برابره کړی .د پوهنې وزارت په وینا همدا اوس ډیرشمیر ماشومان اوځوانان چې ۳۸سلنه یې نجونې جوړوی، په ۱۳ زروښوونځیوکې د۱۸۰زرو ښوونکو له خوا تر روزنې لاندې دي، او په زده کړه بوخت دی.که څه هم د زده کوونکولږه لاسته راوړنه یوه بریابلل شوی ده؛ خو ځینی خلک د زدده کړی د ټیټ کیفیت  او مسلکی زده کړو د ټیټی کچې څخه سرټکوی، چې د پوهنې وزارت هم دا منی او وایی چې د ۱۸۰ ښوونکو له ډلې ۸۰ فیصده یې د ښوونیزمعیارسره مطابقت نه لری، او د ۱۳ زرو ښوونځیو څخه یې ۵۰ فیصده په نړیوال معیاری ډول نه دی جوړشوی.
اقتصادی، امنیتی او د پوهنې وزارت له لوری د ښواومعیاری زده کړو نه شتون هغه لویی ستونزي دي چې د دې لامله ماشومانوزده کړي پروسی ته پوره لاس پیدانه کړ؛ خوزده کړوته دنجو نه لاس رسۍ د هلکانوپه پرتله ډېر دی، همدا اوس هم د ټول هیواد د ۴۱۲ ولسوالیو له ډلې په ۲۰۰ ولسوالیو کې دنجونولپاره یوازې ترنهم ټولګې پورې زده کړه ورکول کیږی او په نورو ۲۵۰ ولسوالیو کې خو حتی یوه مسلکی ښځینه ښوونکی هم وجود نه لری، له بل لورې د وسله والو طالبانو او د دولت د مخالفانو له خوا ډیرو جنوبی سیموکې ۴۵۰ ښوونځي تړل شوي دي، چې له امله یې ۲۰۰ زره کوچنی زده کوونکی له زده کړی او ښوونځی څخه محروم پاتی دی، د ماشومانو د زده کړی د ارزښت په اړه مو د پوهنې وزارت د مطبوعاتی مشاور ګل آغا احمدی سره یو مرکه ترسره کړی ده چې ساسوپام ورته را ګرځوو.
پوښتنه : ښاغلی احمدی ستاسو په نظرښوونه اوروزنه د ماشومانو لپاره څومره ارزښت لری ؟
ځواب: زما په نظرښوونه اوروزنه د ماشومانو لپاره ډیرارزښت لری، او همدارنګه دیوې ټولنی دپرمختګ لپاره هم ارزښ؛ نوباید د ښوونځی له همغه لومړنۍ یا ابتدایی دوری څخه زده کړې ته پاملرنه وشي.
پوښتنه: په اوسنی حال کې څومره ماشومان زده کړی ته لاس رسی لري ؟
ځواب : په اوسنې حال کې شاوخوا۵۰ فیصده ماشومان مو زده کړې ته لاس رسی لری.
پوښتنه : لکه څنګه چې ویل کیږی د ۴ ملیونو څخه ډېر ماشومان ښوونځی ته د تللو وړ دی؛ خو دوی زده کړی ته لاس رسی نه لری تاسو د  دوی زده کړی ته نه لاس رسی لامل په څه کې ګڼۍ ؟
ځواب : د ستونزو په هکله باید ووایم مختلف علتونه دې چې ښوونځیوته دماشومانودنه تګ خنډ ګرځی لکه د ناامنی، له ښوونځیو څخه لریوالی او پوهنې ضعیف او لږ امکانات، هغه لاملونه دی چې ماشومان یې له ښوونځیوڅخه پاتی کړی دي .
پوښتنه: ستاسوپه نظر، امنیتی او اقتصادی ستونزې څومره کولی شي چې د ماشومانوپرښوونې اوروزنې اغیز ولری ؟
ځواب: غریبی او ناامنی دوه لویی ستونزې دي چې د ماشومانوپرښوونې اوروزنې بده اغیز لری ؛ ځکه پرته له امنیت څخه هیڅکله یوه ټولنه نشي کولی چې زده کړه وکړی، او که یوه کورنۍ د ضعیف اقتصاد خاونده وی؛ نوهغه کورنۍ خپل ماشوم د زده کړی پرځای، د پیسو او عاید دلاسته راوړلو لپاره کاروبار ته لیږی.
پوښتنه: تاسې د هیواد د مرکز په پرتله په ولایتونوکې زده کړی څنګه انګیرﺉ ؟
ځواب: اوس خو الحمدالله په ولایتونوکې هم زده کړه ښه شوی او د دولت مخالفین هم د ښوونځی د سوزیدو پړه هم پرځان نه منی او دښوونځیوپه لارکې نه خنډکیږی، له پلوه د د پوهنې وزارت د کارونو د ښه کېدو، د ښوونکو او زده کوونکو زیاتیدل او د دولت له خوا د ښوونځیو جوړیدل د ډېره اغیزمنه واقع شوی ده، چې په همدې سبب د پوهنې وزارت وړاندېزکړی ترڅو راتلونکی کال د پوهنې د کال په نامه یاد شي.
پوښتنه: د زده کوونکود شمیری دلوړیدوموضوع خوبیله خبره ده؛ خو خلک د پوهنې د ټیټ کیفیت څخه ناراضه دي، آیاپه دې اړه د پوهنې وزارت کوم کارونه ترسره کړی ؟
ځواب: اصلا د ښوونې اساس اوبنسټ پرڅلورو مهمو عنصرو ولاړ دي، چې هغه زده کوونکي، ښوونکي، نصاب او د زده کړی چاپیرال دی، او موږ اوس مهال ۷عشاریه ۸ ملیونه زده کوونکي او ۱۳ ښوونکي لرو، همدارنګه ابتدایی دورې لپاره د نوی نصاب مطابق کتابونه چاپ او توضیع کړل، او ثانوی دوری ته به هم وروسته له چاپه کتابونه توضیع شي، د ښوونکو په هکله باید ووایم چې یوازې ۲۸ فیصده یې د درس ورکولو له نړیوال معیارسره سم دی اوپاتی نوریې له نړیوال معیار سره عیار نه دي، چې په همدې خاطر مو ۴۲دارالمعلمینونه او ۸۷ بابه الحاقیی جوړی کړی چې ټولټال ۴۰ زره محصلین پکې په زده کړه بوخت دي، او یوازې ۵۰ فیصده ښوونځي مو دښه چاپیریال درلودونکی دی او پاتی ۵۰ فیصده یې یوڅه ستونزې لری .
پوښتنه : له ښونې او روزنې څخه د ماشومانو لریوالی به په راتلونکې کې څه اغیزه ولری ؟
ځواب: له  ښونې او روزنې څخه د ماشومانو لریوالی په دې مانادي چې ګوندی موږ له ټولو پرمختګونوڅخه لری پاتې شوی یو؛ نو د دولت، کورنۍ او علماوو دا یو لوی مسؤلیت دی چې د ماشومانولپاره د زده کړی زمینه برابره کړی اوهغو ښوونځیوته ولیږی .
پوښتنه : ستاسو په نظر باید کومه لاره ترمخ ونیول شي ترڅوماشومان په مساویانه توګه زده کړې ته لاس رسۍ پیداکړی ؟
ځواب: په دې اړه د پوهنې وزارت پنځه لوی پروګرامونه ترلاس لاندې لری چې له مخې به یې د خلکوپه مرسته دا ستونزه حل شي، او دماشومانو زده کړې ته هڅول چې هروګړی یوملی مکلفیت دی د دې ترڅنګ دا یوزموږ دټولو دینی وجیبه ده چې باید ماشومانوته یو دبل په مرسته د زده کړې زمینه برابره کړو.
پوښتنه : د هیواد داساسی قانون د ۴۳ مادې پربنسټ دولت مکلف دی چې ماشومانوته دهغوي په مورنۍ ژبه د زده کړې زمینه برابره کړی؛ نوآیا د پوهنې وزارت په دې اړه ترکومه توانیدلی چې د اساسی قانودا حکم پلی او عملي کړی ؟
ځواب: د پوهنې وزارت د اساسې قانون ټولو احکاموته ژمن دی او اوس پرته له دوو رسمی ژبو په نورو اته ژبویې هم د تعلیمی نصاب کتابونه چاپ کړی چې انشاالله دا نصاب به په ۱۳۹‍۱کال کې د کافی ښوونکو د شتون په صورت کې به یې زده کوونکو توضیع کړی، همدا اوس هم دهیواد په ځینو برخو کې دپښتو او دری ژبوترڅنګ په دریېمه ژبه درس ورکول کیږی چې د ښو اوتجربه لروونکو ښوونکو نه شتون د پوهنې وزارت له لویو ستونزو څخه ګڼل کیږی.
پوښتنه: آیا هغه تګلاره چې له مخې یې ښوونکي په دریېمه ژبه درس ورکوی له تاسوسره شته ؟
ځواب: هو او باید د نصاب په اړه ووایم چې د دې وزارت د ۱۲۲۲ کتابونو څخه چې ۵۵۵کتابه یې چاپ اوتکمیل شوی ابتدایی دورې شاګردانوته یې توضیع کړی، او همدارنګه به د هیواد د مدرسوتعلیمی نصاب هم په ۱۳۹۰او ۱۳۹۱کالونوکې بشپړشي.
پوښتنه: ویل کیږی چې په ښوونځیو کې زده کوونکي وهل او ټکول کیږی په دې اړه د پوهنې وزارت څه اقدام کړی او کنه ؟
ځواب: په دې اړه باید ووایم چې دپوهنې وزارت خپل خاص اوځانګړی پالیسی لری او هروخت په سیمینارونواو ورکشاپونواو دلایحو دلارې ټولو ښوونکوته خبردارې ورکړل کیږی چې د وهلواوټکولو پرځای دې د زده کوونکودلاښه کېدولپاره د تشویق څخه کارواخلی.
پوښتنه: ستاسوپه نظرڅه ډول فضاباید جوړه شي چې کورنۍ پخپله خپل ماشومان ښوونځیو ته ولیږی او ماشومان هم دې ته لیواله وی چې ښوونځی ته راشي ؟
ځواب: د پوهنې وزارت پخپله لایحه کې ډېری تشویقی لارې په نظرکې لری چې له مخې یې زده کوونکي تشویق شي او ښوونځیوته را شي؛ خوپه دې اړه څه چې مهم دي هغه دکورنیو او ښوونکوترمنځ اړیکي دی او داکار ډیره ښه اغیزه لری .
پوښتنه: که راته ووایی چې اوس مهال په ښوونځیو کې څومره نجونې په زده کړې بوختي دي؛ ځکه کوم مالومات چې موږلروله هرو پنځونجوڅخه یوازې یوه نجلۍ د ښوونځی لمړنیودورې ته لاس رسۍ لری، او د ټولنیزوستونزو له امله له هرو شلو نجونو څخه یوازې یوه نجلۍ ثانوی زده کړوته لاس رسی لري په اړه تاسې څه نظرلرﺉ ؟
ځواب: نه کاله وړاندې په ټول هیواد کې یوازې یو ملیون زده کوونکي په زده کړه بوخت وو خو اوس ۸\۷ ملیونه زده کوونکي په ۱۳زرو تعلیمی مرکزونوکې زده کړه کوی، چې ۳۸ سلنه یې نجونې دي، او دپوهنې وزارت په دې کوښښ کې دي چې تر ۲۰۲۰میلادی کال پورې دنجونو شمیره ۵۰ فیصدوته ورسوی .
پوښتنه: لکه څنګه موچې مخکې وویل له ښوونځی څخه لریوالی د زده کوونکو لپاره یوه لویه ستونزه ده آیا دپوهنې وزارته د دې ستونزې دهوارۍ لپاره کوم پلان او لاره چاره سنجولی ؟
ځواب: د پوهنې وزارت ژمن دی چې په راتلونکی کاله پورې ټول هغه ښوونځی چې په کلیو اوبانډوکې دي ترمیم او په پرمخ تللیو وسایلویې سمبال کړی، او له هغو کورونو څخه هم د زده کړې د پرمختګ لپاره ګټه واخلی چې خلکو ماشومانو ته د روزنې په خاطر وکړی.
پوښتنه: د اساسی قانون د ۴۳مادې په اساس چې زده کړه د هرافغان حق دی؛ اودولت د اجباری زده کړی په راجولو مکلف ګڼل شوی دی؛نوایا دې اړه دولت ترکوم حده توانیدلی چې دا حکم پلی کړی ؟
ځواب: د پوهنې وزارت دې حکم ته متوجه او ژمن دی خو دې موخې رسېدل یوڅه وخت نیسی ځکه چې د هیواد په ۲۰۰ ناامنه ولسوالیو کې نجونې زده کوونکي هیڅ شتون نه لری، او په ۲۵۰ ولسوالیو کې اوس هم ښځينه ښوونکي نشته چې دا وزارت غواړي د نقدی تشوقونوله لارې به دا مشکل حل کړی .
پوښتنه: د دې ستونزو دحل لارې څه دي ؟
ځواب: دحل لاره یې دا ده چې راتلونکې کال د پوهنې د حشرپه نوم نومول شوی دی، چې د عاملوخلکو او عالمانوپه واسطه به په نا امنوسیموکې ښوونځي پرانیزی، او موږ د دوو کلونوپه ترڅ وکولی شول چې تقریبا ۴۰۰ښوونځی پرانیزو؛ خواوس هم ۴۵۰ ښوونځي همدا اوس هم په ناامنو ولایاتوکې تړلی پاتی دی.
پوښتنه : ولې زده کوونکي ښوونځی پریږدی، اوستونزه په څه کې ده ؟
ځواب: نه د ښوونځی پریښودل دومره لویه ستونزه نه ده او لږه پیښیږی؛ خوستونزه دا ده چې په ځینوناامنوولایتونوکې چې ښوونځی تړل کېږی؛ نو زده کوونکي ښوونځیوته نه شي تللی، او دپوهنې وزارت په دې هڅه کې دي چې زده کوونکی د ښوونځیو نه پریښودلوته تشویق کړی.
مننه له تاسو
پای .

…………………………………………………………………………………………………………………………………………

که تاسو غواړئ چې علمي او تحقیقاتي لیکنې او مقالې مو په دعوت نیوز کې خپرې شي نو لاندې لینک کیکاږئ او مونږ ته په انلاین بڼه خپله لیکنه را واستوئ؛

https://dawatnews.com/submit-article/

شرعی پوښتنه:

که کومه شرعی پوښتنه لری دمهربانی له مخی لاندی فورم ډک کړی او خپله پوښتنه ثبت کړي.

https://shorter.me/75WZr

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟