د رواني ناروغۍ (ډيپرېشن ) شرعي علاج

تاسو محترمو حضور ته زه سلامونه او نيكي هيلي وراندي كوم يوه پوښتنه لرم هغه دا سي زه  رواني ناروغي (ديپريشن) لرم او دا د سه ستونزو له امله راته پیدا شوى ده ،زه اوس ډير په تشويش كي يم ډيري دواكاني مي هم وخوري سه خاص فرق مي ورسره ونشو نو اوس له تاسو محترم حضور څخه مي دا هيله ده چي كه په قرآن كريم سره يي څه علاج وي راته يي وخايي ،مننه

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د رواني ناروغۍ (ډيپرشن) اسباب :

۱- په عباداتو کې سستي کول يا هغه په ښه شان نه تر سره کول .

لقوله سبحانه وتعالی : وَمَنْ أَعْرَضَ عَنْ ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنكًا .

۲- د الله تعالی د بې حسابه نعمتونو څخه انکار کول او ناشکري اختيارول ، کله چې يو انسان د الله تعالی په بې حسابه نعمتونو سترګې پټې کړي او ناشکري اختيار کړي په هغه کې ژور خفګان را مينځته کيږي .

انسان که يوازې خپل جوړ صحت ته پام وکړي تر ټول به د لوی دولت او هستۍ څښتن وي خو ده به سترګې ورباندې پټې کړې وي که يو ړانده سړي ته وويل شي چې ته څه غواړي ؟هغه به وايي زه هيڅ نه غواړم يوازې روغی سترګې غواړم .

۳- قناعت نه کول ، د الله تعالی په ورکړ شوي رزق ، کسب ، ښځه او اولاد قناعت نه کول او پخپل ذهن کې ستر ستر خيالونه او غوښتنې ، د ورکړ شوی نصيب او برخې څخه کرکه کول او قناعت نه کول سړی هيمشه غمجن او په خفګان کې اچوي چې پرته له ګناه ( د الله تعالی په قضا ناخوښۍ ) نور هيڅ ګټه نلري .

۴- ګناهونه ، ګناهونه د خپل ستر څښن (جل جلاله ) څخه بغاوت دی څوک چې د خپل څښتن څخه بغاوت کوي هغه دی بيا د رحمت ، اطمان او سکون تمه نکوي بلکي ګناهونه پريشاني ، تکليفونه او غمونه را مينځته کوي په نړۍ چې څه تکليفونه چا ته رسيږي بې امنۍ ، ضرر رسول او غم او پريشانۍ دا ټول د ګناهونو ثمره ده .

شاعر وايي : په ګناه سره زياتيږي زحمتونه – په ګناه سره کميږي نعمتونه

۵- بې اندازې کار کول او د ډير مال پيدا کولو حرص ، اسلامي شريعت په هر څه کې د ميانه روی او انصاف حکم کړی دی ، د کار وخت به معلوم وي ، د عبادت وخت به معلوم وي ، د خوب وخت به معلوم وي، د اهل او اولاد سره د ناستي او آرام وخت به معلوم وي که په دغو وختونه کې انصاف نه وي ظلم وي دا کار خامخا د رواني او دماغي فشار سبب ګرځي .

۶- کار به د عبادت تابع وي نه دا چې عبادت د کار تابع شي ، يعنې داسې به نه وي چې کار خلاص شي بيا به لمونځ کوم که څه هم ښه ناوخته شي او که څه هم په بړه څو ټونګې وهل وي ددې کار خير او برکت نشته بلکي کار به د عبادت تابع ګرځول کيږي .

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : «من‌ كانت‌ الدنيا همه‌، فرق‌ الله‌ عليه‌ أمره‌ وجعل‌ فقره ‌بين‌ عينيه‌ ولم‌ يأته‌ من‌ الدنيا إلا ما كتب‌ له،‌ ومن‌ كانت‌ الآخرة‌ نيته‌ جمع‌ له‌ أمره‌ وجعل‌ غناه‌ في‌ قلبه‌ وأتته‌ الدنيا وهي‌ راغمة‌: ( ابن ماجه او سلسلة الصحيحة )

( څوک چې د دنيا په خيال او غم کې وي ، الله جل جلا له  د ده کار ده ته تيت کړي او د ده په سترګو کې به فقر ځای کړي او دی به بل څه په لاس را نه وړي مګر څه چې ده ته ليکل شوی وي ، او د هر چا چې نيت آخرت وي ، الله جل جلا له  به د ده کار جوړ کړي او د هغه زړه به غني وګرځوي او دنيا به د ده طرف ته راځي ).

۷- توکل او صبر ، مسلمان په پر الله تعالی توکل کوي نن عصر په ډيرو مسلمانانو غربي عقائدو تأثير کړی دی غرب وايي : نفوس زياتيږي او مواد کميږي نو په نړۍ کې لوږه را روانه ده ، مګر اسلام په آخر زمان کې د زياتې مالداري او د مال د ډيرښت وړانديز کړی چې داسې وخت به راشي چې د زکات مستحق به نه موندل کيږي . مسلمان به د رزق په اړه غم نه کوي بلکي پر الله به توکل کوي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : (لو أنكم كنتم تَوَكَّلُون على الله حق توكله، لرزقكم كما يرزق الطير تغدو خماصًا وتروح بطانًا)( ابن ماجه ، الترمذی او احمد )

ژباړه : که تاسې پر الله داسې توکل وکړئ چې حق او رښيتنی توکل وي ، نو تاسې ته به داسې زرق درکړي لکه د هوا مرغانو ته يې چې ورکړی دی سهار خالي نسونه او بيګا ډکې ګيډې .

همدارنګه مسلمان به په مصائب او تکليفونو صبر کوي ځکه دا دنيا د آزميښت ځای دی ، مثلاً که د چا کوم دوست وفات شي په هغه به ډير غم نه کوي بلکي صبر به کوي ځکه چې يوازې هغه نه دی وفات شوی بلکي مونږ هم وفات کيږي او د ټولو همدا موخه ده د هغه په وفات باندې د غم پر ځای دی د خپل وفات او سفر غم وخوړل شي .

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : د مؤمن کار ډير عجيب دی که خوشحالي او نعمت ورته ورسيږي په هغه شکر وباسی ده لره اجر دی او که غم او مصيبت ورته ورسيږي او دی صبر وکړي ده لره اجر دی (المسلم ) .

شرعي علاج :

د رواني ناروغي ، ژور خفګان او پريشاني علاج د الله تعالی ذکر ( لمونځ ، تلاوت ، صدقات او نور عبادتونه ) دي او همدارنګه د غم او خفګان لپاره لاندې مسنونه دعاګانې ويل کيږي .

«لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللهُ الْعَظِيْمُ الحَلِيْمُ، لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللهُ رَبُّ الْعَرْشِ الْعَظِيْمُ، لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللهُ رَبُّ السَّمَوَاتِ وَرَبُّ اْلأَرْضِ وَرَبُّ الْعَرْشِ الْكَرِيْمُ» [صحيح بخاري 7 / 154، و صحيح مسلم 4 / 2092]

نشته لائق د عبادت مګر الله دی چې عظيم او حکيم دی ، نشته لائق د عبادت بغير د پروردګار د ستر عرش څخه ، نشته لائق عبادت بغير له پروردګار د آسمانونو او پروردګار د ځمکې او پروردګار د عرش کريم

«لاَ إِلَهَ إِلاَّ أَنْتَ سُبْحَانَكَ إِنِّيْ كُنْتُ مِنَ الظَّالِمِيْنَ» [سنن ترمذي 5 / 529]

بغير له تا څخه بل د عبادت وړ نشته ، پاکي تا لره ده ، بې شکه چې له ما کمي وشو.

همدارنګه د څملاسو په وخت (قل اغوذ برب الفلق ، قل اغوذ برب الناس او سورت اخلاص ويل په لاسونو چپ کول او په هغه باندې ټول بدن مسحه کول .

سهار او ماښام د سورة البقره آخري آيتونه ( آمن الرسول … آخره ) تلاوت کول .

يادونه : ځنې مرضونه او ناروغۍ هم د انسان دماغ او بدن پريشانه او تکليفوي لکه د هاضمې سيستم ناروغۍ ، د وينې ځنې ناروغۍ او د جګر ناروغي که څه هم ظاهراً کوم درد نه محسوسيږي ددې ناروغيو لپاره دې د کمياوي درملنې لپاره ډاکتر ته مراجعه وشی .

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.