د قبض نه مخکې د خرڅ شوي کور کرايه د چا حق دی ؟

السلام علیکم ورحمة الله تعالی وبرکاته
وبعد: پوښتنه ؟ یو چا پر بل یوه خپل سرای خرڅ کړۍ په سل کی ۲ قیمت یی د رهنما والا سره د بیعانۍ په نامه کښیښودلی نور قیمت به د سرای تر قبضی وروسته بائع ته ورکول کیږی یوه میاشت کرایه دار وخت غوښتی دی او قبضه به تر یوی میاشتی پوری ځنډیږی خو کرایه داروخت زیاد تیر کی یعنی تقریبا ۳ میاشتی وروسته و مشتری ته وسپارل سو او بائع ته خپل حق ورسیدی اوس د مشتری او بائع پرکرایه سره اختلاف دی یو وایی زما اوبل وایی زما حق دی نو دچا حق دی
هیله لرم چې جواب سره د حوالۍ راته ولیکۍ
جزاکم الله تعالی خیرالجزاء
والسلام


ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
قبض صورت نه دی نيولی ځکه د احنافو په نزد د ځمکې ، کور او نورو قبض هغه وخت صورت نيسي چې کله کور تخليه او يا مشتري ته وسپارل شي او هغه ته يې کلۍ او نور څه وسپاري .
دا چې بايع پخپل وخت کور نه دی ورته تسليم کړی وعده خلافې کړی ده ، لکن مشتري د کرايې اخيستلو حق نلري هغه وخت قبض نه وو شوی فقط د بيع وعده شوې وه ، کله چې قبض وشو د بيع د صحت شرايط پوره شول .و الله سبحانه وتعالی اعلم .
الأرض وما اتصل بها من بناء وشجر ونحوها. وهذا يكون قبضه بالتخلية وتمكين المشتري من التصرف فيه باتفاق الفقهاء على خلاف في بعض الشروط:
بدائع الصنائع (5\148)، والمادة: (263) من مجلة الأحكام العدلية

اشترطوا أن يكون العقار قريبًا من مكان إبرام العقد، فإن كان بعيدًا فلا عبرة بهذه التخلية. قال ابن عابدين (ت: 1252 هـ): ( وإن كانت قريبةً كان قبضًا، وهي أن تكون بحال يقدر على إغلاقها، وإلا فهي بعيدة، وفي جمع النوازل: دفع المفتاح في بيع الدار تسليم، إذا تهيأ له فتحه بلا كلفة.. وحاصله: أن التخلية قبض حكمًا، لو مع القدرة عليه بلا كلفة ) 7/96 درمختار

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.