د پېغلې مسئوليت د خپل پلار په کور کې څه دی ؟

په اسلامی کورنۍ کی د یوی پیغلی مسولیت څه دی ؟

عايشه

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

۱- مسلمانه پيغله به د الله سبحانه وتعالی په عبادت او اطاعت کې ژوند کوي ، پنځه وخته لمونځ به پخپل وخت سره له ټولو حقوقو ، روژه نيول ، د زېوراتو زکات ورکول ( کچېرې مالکه نصاب وي ) او د اسلامي شريعت ټول اوامر به پر ځای کوي او د شريعت له منع کړ شويو شيانو څخه به ځان ساتي .

لقوله سبحانه وتعالی : [وَاعْبُدُواْ اللّهَ وَلاَ تُشْرِكُواْ بِهِ شَيْئاً وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَاناً..]

https://dawat610.com/archives/7959

۲- د الله تعالی د اطاعت وروسته به د خپل مور او پلار سره ښه سلوک کوي ، لقوله سبحانه وتعالی :

وَقَضَى رَبُّكَ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا إِيَّاهُ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا …( الإسراء/23، 24).

ژباړه : ستا رب حکم کړی دی چې له هغه پرته (د بل هيچا او هيڅ شي ) عبادت مه کوئ او له مور او پلار سره ښه وکړئ

۳- شرعي علم به حاصلوي :

د شريعت ضروري علم چې عبارت له عقائدو ، د احکامو پيژندلو او نورو څخه دی په نارينه او ښځه فرض دی ، د مسلمانې بی بی لپاره د شرعي علم د حاصلولو مهم چانس او مهم وخت د پلار کور دی ، ځکه والدين تر هر چا پر خپل اولاد سوزي او د خپل اولاد د خير تمه او توقع لري او بل په دغه وخت کې ښځه د اولاد مسئوليت نه وي متوجه نو کولای شي په شان سره شرعي علم حاصل کړي .

https://dawat610.com/archives/4855

۴- د عفت او حيا ساتنه :

مسلمانې بی بی ته ټول عمر اسلامي شريعت حکم کړئ دی چې د خپل حيا او عفت ساتنه وکړي ، خو د پيغلتوب دوره د حيا او عفت امانتي دوره ده .

د حجاب کلک ساتل ، د خپلوانو ( د کا کا زوی ، ماما زوی ، عمه زوی ، خاله زوی ) له اختلاط او کډون او ملګرۍ څخه په کلکه ډډه کول ، د بيګانه خلکو نه د بدن د پټولو خبرو او کتلو حجاب کول ، د مخلطو او کډو مکتبونو ، پوهنتونو او دفترونو څخه په کلکه ډډه کول چې بيګا خلکو سره اختلاط عظيم فساد دی .

https://dawat610.com/archives/80

https://dawat610.com/archives/7868

https://dawat610.com/archives/9414

و الله سبحانه وتعالی اعلم

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.