په لمانځه کې هميشه يو سورت لوستل

اسلام علیکم.زه دا پوشتنه لرم بعضی خلک په لمونڅ کی همدا یو سورت چی د اخلاص  سورت دی وایی البته په هر رکعت کی  ؟ یو چای ویلی چی د یوه سورت ویل لمونڅ مکرح کوی مهربانی وکړی په دی هکله موژ ته معلومات راکړی

وحيد الله

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په لمانځه کې د سورت تعين مکروه دی (د لمانځه ثواب کميږي ) ، سنته طريقه دا دی چې په لومړی رکعت کې يو سورت او په دوهم رکعت بل سورت په ترتيب سره ولولې ، مګر که عذراو مجبوريت وي يو کس ته نور سورتونه ياد نه وي او د يادولو توان نلري باک نلري . (فتاوی دارالعلوم ديوبند ج ۲ ص ۲۴۳ )

و لا يتعين شی ء من القرآن لصلاة علی الطريق الفرضية ..الخ و يکره التعين (الدرالمختار ج ۱ ص ۵۰۸ ) .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.