۳۶۰ خبرې/ شپږدېرشمه برخه

امین وردګ

****************

هېچا ته هم خپل مشکل پوره مه بیانوئ

۱۷۶یمه خبره- ډېر کوښښ وکړئ چې تر ټولو نږدې دوست ته مو هم خپل مشکل پوره بیان نهٔ کړئ! ځکه چې دا کار ستاسو قیمت کموي او د هغوی ترسترګو بیا ذلیل ورځئ؛ کهٔ تاسو دا ګمان کوئ چې دوست بهٔ مو پهٔ سخته ورځ کې مرسته درسره وکړي نو تېروتلي یاست، ځکه چې دا کار یوازې د الله دی او فقط هغه (ج) پهٔ سختۍ کې د خپل بنده غمه خوري، نهٔ انسانان (دوستان یا دښمنان) کهٔ تاسو زما دا خبره نهٔ منئ نو یو ځل یې پهٔ سخته ورځ کې تجربه کړئ! البته کهٔ خدای مکړه واقعاً سخته ورځ درباندې درغله، خو داسې سخته چې ټول دوستان مخ درنه واړوي، بیا بهٔ زما خبره خامخا ومنئ خو وخت بهٔ تېر وي، نو همدا اوس یې لا ومنئ او د بندګانو دروازې مه ټکوئ.

 

زهٔ درته ګران یم کهٔ زما پنډکی؟

۱۷۷یمه خبره-  ډېری خلک خپل کاذب نظریات پهٔ احسنه توګه بیانوي؛ ځینې وایي چې ماته مادیات هېڅ اهمیت نهٔ لري، څوک وايي چې زهٔ هر څهٔ کوم د آخرت لپاره یې کوم، ځینې وايي زما دوستي او دښمني دواړه د الله لپاره دي، پلار وايي چې ما د بچیانو لاسو ته سترګې نهٔ دي نیولې، مور وايي چې ماته مې بچي له ټولې دنیا ښهٔ دي، ښځه وايي چې فقط ((زهٔ دې وم او لالی دې وي…)) مېړهٔ وايي چې ((ملنګ دې وای فقیر دې وای…خو چې تهٔ وای راسره)) اما دوی ټول دروغ وايي.

 

تندخوی خلک راحت وي

۱۷۸یمه خبره – کله ناکله د انسان د ظاهري حرکاتو له کبله پهٔ وجود کې دننه یو ډول دوکونه، ځوروونکي اهتزازات یا عصبي دردونه او فکري فشارونه رامنځته کیږي چې د ژبې پهٔ وسیله د ځينو انسانانو له وجود څخه وزي، خو هغه کسان چې آرام دي هغوی یې ساتي او پهٔ خپلو مغزو کې ځای ورکوي ځکه خو هره ورځ ځوریږي، مګر کوم کسان چې تندخوی بلل شوي هغوی یې تر خولهٔ باسي، یانې پهٔ مغز کې ځای نهٔ ورکوي ځکه خو نسبت آرامو خلکو ته راحت وي، خو یو ډول نور اشخاص هم شته چې هغوی بیا نهٔ پهٔ مغز کې ځای ورکوي او نهٔ یې تر خولهٔ باسي (یانې شاته یې غورځوي!) چې دغه خلک تر تندخویو هم راحت دي.

 

د ځوانۍ رمز

۱۷۹یمه خبره – کۀ غواړې چې تر ډېره وخته ځوان پاتې شې نو پۀ کور کې دې خفګان مه پرېږده؛ ځکه چې همدا د ځوانۍ رمز دی.

 

د ژوند کتاب

۱۸۰ یمه خبره – هره ورځ ستا د کتاب یوه پاڼه اوړي او همغه څهٔ پکې لیکل کیږي چې کړې دې وي، خو ستا فکر نهٔ دی ورته! نو د هغې ورځې پۀ تمه هم اوسېږه چې آخري پاڼه یې واړوي او ستا د ژوند کتاب ختم شي.

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.