د ماشومانو د هوښ د زیاتوالي شل لارې چارې:
۱- له ماشوم سره مو زیاتې خبرې وکړئ.
۲- د هغوی سوال کول په ورین تندي ومنئ، او لا یې تشویق کړي چې نور سوالونه وکړې.
۳- له خپلو ماشومانو سره مو ماشومانه خبرې وکړئ.
۴- خپلو ماشومانو ته داستانونه او کیسې ولولئ.
۵- د خپلو ماشومانو سره مو د کیسې او داستان د کرکټر مطابق عملي کار وکړئ.
۶- ډېری مسائل مو ماشومانو ته تاسو مه حل کوئ، کله چې هغوی یې په ترسره کولو کې پاتې راغلل، بیا تاسو ورته ستونزه حل کړئ.
۷- د واقعي ژوند د مشکلاتو په حل کولو کې ورسره مرسته او کمک وکړئ.
۸- د خپلو ماشومانو څخه په بیلا بیلو وختونو کې او بیا په خاصه توګه په ناپامۍ سره امتحان واخلئ.
۹- له خپلو ماشومانو څخه هغه ډول پوښتنې مطرح کړي، چې دوی تفکر او فکر کولو ته وهڅوي.
۱۰- خپل ماشومان پر دې وپوهوئ، چې غلطي او یا اشتباه کول کوم جرم نه دی.
۱۱- خپلو ماشومانو ته د انتخاب کولو حق ورکړئ.
۱۲- د یوې ستونزې لپاره د حللارې په موندلو کې ورته د کتابونو او د خلکو له تجربو څخه د ګټې اخیستنې سپارښتنه وکړئ.
۱۳- د ستونزو د حل موډلونه مو خپلو ماشومانو ته ور وښایاست!
۱۴- ماشومانو ته مو ووایاست، چې بیلا بیلې اړیکې او ارتباطات د ځان لپاره مشخص کړي.
۱۵- خوب ته د تګ پر مهال او کله چې ټوله کورنۍ د ډوډي خوړلو لپاره سره یو ځای کېږي، تاسو مثبتې او ښې خبرې خپلو ماشومانو ته وکړئ.
۱۶- د خپلو ماشومانو نظریات هم واخلئ.
۱۷- لوبې کول او یا ساعتیري کول، مو د خپلو ماشومانو د لومړیتوبونو څخه وګڼئ.
۱۸- داسې لوبې او د لوبو وسائل مو خپلو ماشومانو ته په واک کې ورکړئ، چې هغه محدودیتونه ونه لري.
۱۹- د هغوی خیال کولو، تخیل قوي ته په پوره احترام قائل شي.
۲۰ او په آخره کې تر ټولو مهم، خپلو ماشومانو ته د ژوند د تجربه کولو سپارښتنه وکړئ.