ایا د بادرنګ له دې ګټو خبر یاست؟

آیا تاسې د یو داسې څه نوم اورېدلی، چې ډېر په آسانۍ سره موندل کېږي او پر بدن ډېرې حیرانوونکې اغېزې هم پرېباسي؟ بادرنګ نه یوازې د بدن لپاره په پوره اندازه اوبه ورکوي، بلکې د ډېرو ویټامینونو او منرالونو لرونکی هم دی.

بادرنګ د وزن په کمولو کې هم ګټور تمامېږي او په جوړښت کې یې د ویټامین بي، پوتاشیم او میګنیزیم شتون یې هم ګټور ګڼل کېږي.

تر ټولو مهمه خبره یې دا چې د کال په هر موسم کې پیدا کېږي، راځئ چې ګټې یې ولولو.
د سترګو حلقې ختمول:

که چېرته د سترګو د حلقو په اړه په فکر کې یئ، نو بادرنګ مو ستونزه حل کولی شي. بادرنګ راواخلئ، پرې یې کړئ، بیا یې په سترګو کېږدئ او څومره چې کېدلی شي څملې. نو په بادرنګو کې موجود توکي به د سترګو حلقې ختمې کړي.

د خولې بوی ختمول:

د خولې بوی ډېری وخت د دې شاهدي ورکوي، چې په خوله کې د میکروبونه کچه ډېره شوې، چې خوله وچوي او د ساه ایستلو سره بوی ترې راوځي. یوه پیاله د بادرنګو اوبه د خولې لیاړې ډېروي او د خولې بوی ختموي.
د قبض لپاره:

د بادرنګو په خوړلو سره کولمې په فعالیت راځي. په عمومي ډول د اوبه کمښت د قبض د رامنځته کېدو سبب کېږي، خو د بادرنګو اوبه د قبض په مخنیوي کې مرسته کوي.

زهرجن مواد خارجوي:

په بادرنګو کې موجودې اوبه د انسان په بدن کې د جاړو رول لوبوي او زهرجن مواد بهر وباسي. د بادرنګو په خوړلو د تشو متیازو ضرورت ډېرېږي، چې په پایله کې ګردې په سمه توګه کار کوي او د تیږو خطر کمېږي.

د ویښتانو تويېدل دروي:

په ورځیني ډول د بادرنګو جوس څښل د ویښتانو د توئېدو مخنیوی کوي، ددې سربېره د بادرنګو اوبه په سر ولګوئ او تر یو ساعته یې پرېږدئ، بیا یې په شامپو وومینځئ نو یاد مشکل به مو حل شي.
د وزن کمول:

د بادرنګو په جوړښت کې مختلف توکي د وزن په کمولو کې مرستندویه ثابتېږي. په بادرنګو کې په ډېره کمه اندازه کالوري وي، خو منرالونه او اوبه یې د هاضمې سیستم ښه کوي او تر ډېره پورې انسان د خوراک کولو احساس نه کوي، چې په همدې توګه له چاغوالي ژغورل کېږي.

د زړه حالت ښه کوي:

د بادرنګو په جوړښت کې د انټي اکسایدو او فلیونویډو شتون د زړه د ناروغیو مخنیوی کوي. په یوه څېړنه کې وموندل شول، چې د بادرنګو خوړل د زیان رسوونکو کلیسټرولو کچه کموي او د ګټورو کلیسټرول اندازه پورته کوي، چې په همدې ډول د زړه د حملې او د فلج خطر کموي.

هډوکي قوي کوي:

په بادرنګو کې موجود ویټامین د هډوکو په قوي کولو کې مرسته کوي. په ورځیني ډول په یوه پیاله د بادرنګو په اوبو ۲۰ سلنه اړین ویټامین موجود وي، چې د هډوکو په جوړولو کې ګټور تمامېږي.

د سرطان مخنیوی کوي:

په بادرنګو کې داسې توکي هم شتون لري چې د سرطان مخنیوی کوي. په یوه څېړنه کې موندل شوي چې په بادرنګو cucurbitacins توکي د سرطان مخنیوی کوي.

د شکر په برابرولو کې مرسته کوي:

بادرنګ د امکان تر حده د شکر په کمولو او د همدې ناروغیو څخه مخنیوی کوي، په یوه څېړنه کې موندل شوي چې بادرنګ د شکر کچه برابره ساتي.
لري، چې د خېټې چینجي وژني.

د لوړ فشار پر وړاندې ګټور دي:

بادرنګ د لوړ فشار په کمولو مې مرستندویه ثابتېږي، ځکه چې په بادرنګو کې پوتاشیم او اوبه د لوړ او تیټ فشار په برابرولو کې مرسته کوي.

د دماغي روغتیا لپاره:

د بادرنګو خوړل د عصبي حجرو ساتنه کوي، حافظه ښه کوي او د الزایمر خطر کموي.

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *