د لاندې دلایلو پر اساس ځینې خلک سهار وخت خوراک ته اشتهاء نلري :
1 – د شپې ناوخته خوراک کول .
2 – د شپې لخوا د قوي غذاء خوړل .
3 – د ژور خفګان او تشویش له امله د اشتهاء د مرکز بندیدل .
4 – په ښځینه ؤ کې د امیدوارۍ له امله .
5 – سهار وخت په بدن کې د ځینې stress هورمونونو د کچې د زیاتوالي له امله .
6 – په بدن کې د میکروبي او التهابي ناروغیو او فکتورونو د شتون له امله
7 – د ځینو دواګانو د استعمال او کارونۍ له امله .
د اوسنیو تازه طبي څېړنو پر بنسټ باید یاده شي چې د سهار خوراک نه کول او هم د هغې پر وخت نه جبرانول د ورځې په جریان کې ، د ژور خفګان ، د مزاج د تغیر ، ژر زوړوالي او سرطاني ناروغیو سبب کیدلای شي.