د غاښ د سپيني برخي خرابېدل څنګه شروع کيږي او څنګه کولئ شو مخه يې ونيسو؟
د غاښ خرابېدل په څو مرحلو کي صورت نيسي چي د يو کوچني سوري په پيدا کېدو سره شروع کيږي تر زيات تخريب پوري چي په لمړيو کي د تور داغ دپيدا کيدو سره کولئ سو په اساني سره يې مخه ونيسو
د غاښ سطحه يو سخته معدني برخه ده کله چي دباکترياوو اسيد ورباندي حمله کوي د دې کلکي سطحي د رنګ د تغير سبب ګرځي چي دا لمړني نښه د خرابېدو ده.
دغاښ مينا:
د انسان په بدن کي يوه سخترينه ماده ده چي کريستال لرونکي موادو چي د هايدروکسي اپاتيټ په نامه ياديږي جوړه سوې.
د مينا طبيعي رنګ له روښانه زيړ څخه تر سپين خاکستري ته مايله پوري فرق کوي.
مينا ژوندي سلولونه نلري چي په ابتدا کي دخرابېدو په صورت کي انسان دهغه درد حس کړي چي داسيدو په واسطه په ارامي سره تخريب زياتيږي ترڅو عصب يا پولپ ته نږدي سي .
د خولي باکترياوي:
ستريپتوکوکس ميوټانيس يو له عمده باکترياوو څخه شميرل کيږي چي دغاښ دخرابېدو يا چينجي وهلي سبب ګرځي او دا باکترياوي اکثره په خوله کي موجودي وي چي دقندي موادو اونشايستي په موجوديت کي دغاښ په سطحه د پلاک په شکل تجمع کوي او په تدريج سره نوموړي مواد داسيد لکتيت په شکل تبديلوي چي دغاښ سطحه خرابوي .
دغاښ د سطحي د خرابيدو مراحل:
په ابتدا کي خرابوالي قابل دبرګشت يا ګرځيدو وي چي سوري په اساني سره د داکټر په واسطه له منځه ځي او دوباره ترميميږي په لمړويو کي اسيد کوم چي دغاښ په سطحه نښلي په سپين رنګ وي چي حتا دبرس کولو سره هم له منځه ځي په دوهمه او دريمه مرحله کي بيا رنګ له سپين څخه قهويي ته تغير کوي او وروسته توريږي او توروالي داخل ته انتقاليږي چي دنه تداوي په صورت کي سوري نور هم غټيږي او غاښ درد شروع کوي چي بيا يي تداوي هم څه مشکله کيږي.
د مينا د تخريب څخه مخنيوي:
د مسواک کريم او برس استعمال کولي سي چي باکترياوي دغاښ دسطحوڅخه لري او دتخريب مخنيوي وکړي همدارنګه دهغو کريمو استعمال چي په ترکيب کي فلورايد ولري دغاښ دتخريب څخه مخنيوي کوي همدارنګه دتار استعمال د موت واش استعمال هم کولي شي چي دپورتني حالت درامنځته کيدو څخه مخنيوي وکړي .