دری ډلې به بې حسابه جنت ته داخليږي

«رجلٌ قرأَ القُرآنَ ابْتغاءَ وجْهِ اللهِ وأمَّ به قومًا وهُمْ به راضُونَ ، وداعٍ يَدعُو إلى الصلواتِ ابْتغاءَ وجهِ اللهِ ، ورجلٌ أحْسنَ فِيما بينهُ وبينَ ربِّهِ ، وفِيما بينهُ وبينَ موالِيهِ» (رواه الطبرانی و الترغيب و الترهيب للمنذري).

ژباړه: يو هغه سړی چې د الله تعالی لپاره يې قرآن ولوستلو او داسې امامت يې وکړ چې مقتديان ترې راضی وو، دوهم هغه سړی چې صرف د الله تعالی د رضا لپاره خلک لمانځونو ته بولي ،دريم هغه سړی چې د خپل رب (جل جلاله) سره هم ښه معامله ساتي او د خپلو ماتحتو(تر لاس لاندې خلک ) سره هم .

د قرآنکريم تلاوت کوونکي په غافلينو کې نه شميرل کيږي :

ابی هريرة رضي الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :«من قرء عشر ايات في ليلة لم يکتب من الغافلين» (رواه حاکم ،حديث صحيح).

ژباړه: څوک چې لس آيتونه د شپی تلاوت کړي هغه به د غافلينو نه شمارل کيږي .

بلکي د قرآنکريم خاص حق دی ، په حديث شريف کې راغلی دی چې :

يا أهل القرآن لا تتوسدوا القرآن واتلوه حق تلاوته من آناء الليل والنهار ، وأفشوه وتغنوه وتدبروا ما فيه لعلكم تفلحون ، ولا تعجلوا ثوابه فإن له ثوابا ) رواه البيهقي و مشکاة المصابيح) .

ژباړه : ای قرآن والاؤ ! قرآن خپله تکيه او سهارا مه جوړوی بلکه د ورځې او دشپې په وختونو کې ددې تلاوت کوﺉ لکه څنګه چه دده حق دی او دا خوروﺉ او دا په دلچسپۍ سره او په مزه مزه سره لولۍ او په دې کې تدبر کوﺉ او هيله ساتئ چه په دې سره به تاسې کاميابي مومی او ددې د عاجلې معاوضې اخستلو فکر مه کوﺉ . د الله تعالی د طرف نه ددی عظيم الشان ثواب او معاوضه پخپل وخت باندې ورکونکې  ده .

د قرآنکريم په تلاوت کوونکو د سکنې نزول :

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي:«مَا اجْتَمَعَ قَوْمٌ فِي بَيْتٍ مِنْ بُيُوتِ اللَّهِ يَتْلُونَ كِتَابَ اللَّهِ وَيَتَدَارَسُونَهُ بَيْنَهُمْ إِلَّا نَزَلَتْ عَلَيْهِمْ السَّكِينَةُ وَغَشِيَتْهُمْ الرَّحْمَةُ وَحَفَّتْهُمْ الْمَلَائِكَةُ وَذَكَرَهُمْ اللَّهُ فِيمَنْ عِنْدَهُ» (المسلم) .

ژباړه: هيڅ ډله په يوه کور کې د الله تعالی له کورونو څخه د قران د تلاوت او مطالعې د پاره نه جمع کيږي مګر دا چې په هغوی باندې سکون نازليږي او له هغوی نه رحمت احاطه کيږي او پريښتي هغوی احاطه کوي او الله تعالی هغوی د هغه چا په مجلس کې يادوي چې له ده سره دي

…………………………………………………………………………………………………………………………………………

که تاسو غواړئ چې علمي او تحقیقاتي لیکنې او مقالې مو په دعوت نیوز کې خپرې شي نو لاندې لینک کیکاږئ او مونږ ته په انلاین بڼه خپله لیکنه را واستوئ؛

https://dawatnews.com/submit-article/

شرعی پوښتنه:

که کومه شرعی پوښتنه لری دمهربانی له مخی لاندی فورم ډک کړی او خپله پوښتنه ثبت کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟