لیکوال: عزيز (غزنوي)
د رسول الله صلی الله علیه و سلم نوم او نسب:
محمد بن عبدالله بن عبدالمطلب(شیبه) بن هاشم(عمرو) بن عبد مناف(المغیرة) بن قصی(زید) بن کلاب بن مرة بن کعب بن لؤی بن غالب بن فهر بن مالک بن النضر(قیس) بن کنانه بن خزیمه بن مدرکه(عامر) بن الیاس بن مضر بن نزار بن معد بن عدنان.
د رسول الله صلی الله علیه و سلم پیدایښت:
په اول یا لسم د ربیع الأول د دوشنبې په ورځ په مکه مکرمه کې د فیل په کال چې سمون خوري د ۵۷۱ میلادي کال د اپرېل میاشتې له ۲۰ یا ۲۲ نېټې سره، پیدا شوی دی.
ټول عمر یې ۶۳ کاله و، ۴۰ مخکې له نبوت څخه او ۲۳ وروسته له نبوت او بعثت څخه.
نبي علیه السلام د څلورو کالو و چې جبرئیل علیه السلام یې ورته د الله جل جلاله په امر سینه مبارکه څیري کړه( شق صدر یې و شو).
وروسته له بعثت څخه یې ۱۳ کاله په مکه مکرمه کې تېر کړل، چې ۳ کاله یې پټ دعوت وکړ او ۱۰ کاله یې ښکاره.
خو کله چې الله جل جلاله ورته د هجرت حکم وکړ، نو وروستني ۱۰ کلونه یې په مدینه منوره کې تېر کړل.
رسول الله صلی الله علیه و سلم لا د مور په خېټه کې و چې پلار یې د ۲۵ کالو او څو میاشتو په عمر و مړ،
رسول الله صلی الله علیه وسلم عمر ۶ کاله و چې مور یې د ۳۰ کالو په عمر په ابواء نومي ځای کې چې د مکې او مدینې منځ دی له لاسه ور کړه.
د نبي علیه السلام مور مبارکه:
آمنه بنت وهب بن عبد مناف بن زهرة بن کلاب بن مرة بن کعب ابن لؤی..
د نبي علیه السلام د مور له خوا انا/نیا:
برة بنت عبدالعزی بن عثمان بن عبدالدار بن قصی بن کلاب بن مرة، له بنی لحیان قبلې څخه.
هغه ښځې چې نبي علیه السلام ته یې تی ورکړی:
۱- آمنه بنت وهب ۲- حلیمه بنت أبی ذؤیب السعدیه ۳- خولة بنت المنذر ۴- أم أیمن ۵- ثویبة الأسلمیه.
د نبي علیه السلام د پلار له خوا انا/نیا:
فاطمه بنت عمرو بن عائذ بن عمران بن مخزوم..
د نبي علیه السلام د پلار له خوا نیکه:
عبدالمطلب بن هاشم بن عبد مناف..
د نبي علیه السلام د مور له خوا نیکه:
عبدالعزی بن عثمان بن عبدالدار بن قصی بن کلاب بن مرة.
د نبي علیه السلام وروڼه او خويندې له رضاعت څخه:
له حلیمې څخه:
۱- عبدالله ۲- أنیسه ۳- حذافة.
له ثويبې څخه:
۱- حمزه بن عبدالمطلب ۲- عبدالله بن جحش ۳- ابو سلمه بن الأسد ۴- مصروح بن ثويبه.
د نبي علیه السلام ترونه:
۱- حارث۲- عباس ۳- ابو طالب ۴- حمزه ۵- غیداق ۶-ابو لهب ۷- ضرار ۸- زبیر ۹- فراء.
د نبي علیه السلام ترورګانې:
۱- أم حکیم البیضاء ۲- عاتکه ۳- أمیمه ۴- اروی ۵- برَّه ۶- صفیه.
د رسول الله صلی الله علیه و سلم بیبیانې:
۱- حضرت خدیجه بنت خویلد ۲- سودة بنت زمعه ۳- عائشه بنت أبي بکر، کله چې نبي علیه السلام له عائشې مبارکې سره کوژده کوله د هغې عمر ۶ کاله و، کله چې یې واده ور سره کاو، عمر یې ۹ کاله و او کله چې نبي علیه السلام وفات کېدو د هغې مبارکې عمر ۱۸ کاله و.
۴- حفصه بنت عمر ۵- زینب بنت خزیمه ۶- أم سلمه بنت أبي أمیه ۷- زینب بنت جحش ۸- جویریه بنت الحارث ۹- رقیه بنت النبي ۱۰- أم حکیم بنت حارث ۱۱- صفیه بنت حویطبه ۱۲- میمونه بنت الحارث ۱۳- ماریه قبطیه.
د رسول الله صلی الله علیه و سلم اولادونه:
د رسول الله صلی الله علیه وسلم عمر پنځویشت کاله و چې له خدیجې رضي الله عنها سره چې عمر یې څلوېښت کاله و، واده وکړ.
له حضرت خديجې رضي الله عنها څخه د نبي علیه السلام اولادونه:
۱- قاسم ۲- زینب ۳- رقیه ۴- ام کلثوم ۴- فاطمه ۵- عبدالله (طیب،طاهر) ۶- ابراهیم.
او ابراهیم یې له ماریې قبطیې څخه و.
د یادونې وړ ده چې له فاطمې رضي الله عنها څخه پرته ټول اولادونه د رسول الله صلی الله علیه و سلم په ژوند کې له دنیا کوچېدلي دي.
د نبي علیه السلام لمسیان:
له فاطمې رضي الله عنها څخه:
۱- حسن ۲- حسین ۳- محسن ۴- ام کلثوم ۵- زینب.
له رقیې څخه:
عبدالله.
له زینب څخه:
۱- علي ۲- أمامه.
سرچينې:
الرحيق المختوم: صفي الرحمن المبارک پوري.
السيرة الحلبية: علامه علي بن برهان الدين الحلبي الشافعي.
دلائل النبوة: ابوبکر احمد بن الحسين البيهقي.
اطلس السيرة النبوية: الدکتور شوقي ابو خليل.