فرانسوی ديپلمات په اسلام مشرف شو

د جهان اخبار اسلام په حواله او د عربی منابعو د راپور له مخې په داسې حال کې چې غربي سکولار هيوادونو د اسلام د چهرې د بدنامولو د پاره ټول کوښښتونه په کار اچولی دي مګر سره له دې د کويت په هيواد کې د فرانسې د سفارت کنسل مسلمانيدل ددې څرګندونه کوي چې د غرب اسلام ضد تدابير د با ايمانه انسانانو په ځان او روح هيڅ تأثير نه لري .

دا فرانسوي ديپلمات چې د يو سکولار هيواد کارکونکی دی د لمونځ کوونکو د الله اکبر نارو په مينځ او په يوه خوشحاله معنوي فضا کې په اسلام مشرف شو .

هغه د کويت د السلام د سيمې په ستلان نومې جومات کې د شهادتين په لوستلو سره په اسلام مشرف شو .

هغه په دې اړه وايي : الله تعالی د ايمان د پاره زما د زړه دروازه خلاصه کړه او د زړه په ايمان او پوره اطمنان د اسلام په مبين دين مشرف شوم .

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.