امريکايي ډاکتره د يوې مسلماني د ولادت په سبب مسلمانه شوه

په يوه امريکايي روغتون کې د يوې مسلمانې عربي ښځې ولادت د يوې امريکايي ډاکټرې د مسلمانيدو سبب شو .

د “الانباء” ورځپاڼې په حواله کله چې امريکايي ډاکټرې مسلمانې ښځې ته توصيه کوله چې تر ۴۰ ورځو به

له خپل خاوند سره کورواله نه کوې ځکه چې داسې کول سخت خطرناک دي د رحم د

التهاب سبب ګرځي ، مسلمانې ښځې په ځواب وويل : زمونږ دين اسلام کې دا حکم دی چې تر څلويښتو ورځو به کورواله نه کوئ ، دا خبره د امريکايي ډاکټرې د تعجب سبب شو .

همدارنګه ورځپانه زياتوي : دغه ډاکټرې د ماشوم پلار ته توصيه کوله چې د زړه د ضربان د تنظيم په خاطر به ماشوم په ښي طرف چملوئ د ماشوم پلار يې په ځواب کې وويل : په دې عمل باندې مونږ د نبوي سنتو له مخې پوهيږو او داسې کول سنت دی .

ددې خبرو څخه ډاکتره ډير حيرانه او په تعجب کې شوه چې دا مسائل اسلام سوونه کاله پخوا بيان کړی دي او د نن زمان عصري علم او تجربې يې په آخرو کلونو کې ثابتوي او هغه ته لاس رسی مومي .

ورځپانه زياتوي : دا داکتره د يوې مياشتې د پاره رخصت اخلي او خپل ګاوندې ښار ته چې هلته اسلامي مرکز شتون لري سفر کوي او هلته د علماؤ او داعيانو په مرسته د اسلام په باره کې تحقيق او څيړنې کوي او بلاخره په دې ښار د امريکايي او عربي مسلمانانو څخه ليدنه کوي او په آخر کې د اسلام په مقدس دين مشرفه شوه .

منبع : مفکرة الاسلام

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.