امین وردګ
متقابل احترام
۱۶۶ مه خبره- اولاد ته دې متقابل احترام پهٔ عملي توګه ور وښیه؛ چې کله خبرې ورسره کوې نو شخصیت یې له پام څخه مه غورځوه، چې ستړي مشي ورسره کوې نو ورته ولاړېږه او دواړه لاسونه یوځای ورکوه، چې خبرې درته کوي غوږ ورته نیسه او کلکه توجه ورته کوه، چې پوښتنه درنه کوي نو پهٔ ډېره خوږه لهجه ځواب ورکوه، د دوی پهٔ وړاندې هېڅکله هم نامناسب او سپک الفاظ مه کاروه، تل دې ځان د هغوی تکیه او هغوی د ځان سکون بوله، احترام یې کوه چې احترام دې وکړي! ځکه چې متقابل احترام همدا دی.
عابد او عالم
۱۶۷مه خبره- عابد کۀ تر عالم بهتر وای نو ملائکو بۀ آدم (ع) ته سجده نهٔ کوله، نهٔ بهٔ رب د ځمکې خلافت ورکولو.
حسادت
۱۶۸مه خبره- شیطان چې له آدم سره د ځمکې د خلافت له امله حسادت وکړ تباه شو! مطلب د دندو او منصبونو له امله حسادت مه سره کوئ کنه تاسو هم تباه کېږئ.
د ضد او پښېمانۍ توپیر
۱۶۹مه خبره- حضرت آدم او بي بي حوا ته رب العالمین صریح او واضح وفرمایل چې ((وَلَا تَقْرَبَا هَٰذِهِ الشَّجَرَةَ فَتَكُونَا مِنَ الظَّالِمِينَ ۳۵ البقره)) مګر شیطان ته یې کنایتاً ویلي چې((وَإِذْ قُلْنَا لِلْمَلَائِكَةِ اسْجُدُوا لِآدَمَ فَسَجَدُوا إِلَّا إِبْلِيسَ أَبَىٰ وَاسْتَكْبَرَ وَكَانَ مِنَ الْكَافِرِينَ۳۴ البقره)) خو ولې شیطان ورټل شو اما آدم او حوا دواړه و بښل شول؟ ځکه چې آدم او حوا پښېمانه شول مګر شیطان ضد واخیست او پر خپله خبره کلک ودرېد چې تباه شو.
مطلب پر داسې خبرو کلک مه درېږئ کنه تاسو بهٔ هم تباه شئ! ځینې عرب او پښتانهٔ چې تباه شوي هم علت یې همدا دی، ځکه چې کله ناکله پر همداسې ناحقه خبرو کلک دریږي.
مینه
۱۷۰ یمه خبره- آدم یې د ځمکې خلیفه کړ، بیا یې ملامت کړ، له هغۀ وروسته ورته پۀ قهر شو او اهبطو (کوز شه!) یې ورته وویل، خو له دې ټولو سره سره یې د توبې لاره ور وښوده او له ملائکو پټ یې ورته وویل چې دغه دعا وایه (رَبَّنَا ظَلَمْنَا أَنفُسَنَا وَإِن لَّمْ تَغْفِرْ لَنَا وَتَرْحَمْنَا لَنَكُونَنَّ مِنَ الْخَاسِرِينَ) بېرته دې جنت ته راولم، نو مینه همدا ده!