د قرآنکريم فضيلت

قرآنکريم د الله تعالی د جانبه ټول بشريت ته رحمت ، هدايت او لارښوونه ده، قرآنکريم د اسلامي شريعت قانون دی ، قرآنکريم د ټول طاغوت ، باطل ، رزائلو او منکراتو پر وړاندې د حقې او رښتنې الهې لارې لارښود کتاب دی ، قرآنکريم د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم د رسالت ميراث دی ، نن زمونږ په عصر کې نه وحی شته او نه هم پيغمبر بلکي د الله تعالی او د هغه د مخلوق تر مينځ د ارتباط وسيله يوازې قرآن دی، د قرآن په نزول سره د وحی او رسالت سلسله ختم شوی دی .

هر چا چې د قرآن لاره تعقيب کړه هغه د الله تعالی رضا حاصله کړه ، او هر چا چې قرآن پرېښود هغه د طاغوت لاره اختياره کړه او ګمراه شو .

څوک چې د الله تعالی رضا ، هدايت ، شرعي قانون او نظام ، د عذاب څخه نجات او سعادت غواړي هغوی دې په قرآن منګولې و نيښلوي او څوک چې د قرآن څخه پرته بله لاره او بل قانون غواړي د هغه لپاره هدايت او سعادت نشته .

د قرآنکريم د فضيلت څو مثالونه د قرآن په ژبه :

۱- د الله تعالی رښتنی بر حق کلام دی :

ذَلِكَ الكِتَابُ لَا رَيْبَ فِيهِ هُدًى لِلْمُتَّقِينَ (البقرة ۲ ) .

ژباړه : دا د الله کتاب دی هيڅ شک پکې نشته د پرهيزګارانو لپاره لارښوونکی دی.

۲- د ټولو خلکو د پاره هدايت دی :

كِتَابٌ أَنْزَلْنَاهُ إِلَيْكَ لِتُخْرِجَ النَّاسَ مِنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ (ابراهيم ۱ ) .

ژباړه (ای پيغمبره !) دا کتاب مونږ تاته نازل کړی دی چې پرې خلک د هغوی د رب په مرسته له تيارو نه د رڼا په لور را وباسې .

۳- قرآنکريم د پرهيزکارانو لپاره پند او هدايت دی .

[وَهُدًى وَمَوْعِظَةً لِّلْمُتَّقِينَ] (المائده :۴۶ ) .

ژباړه : او هدايت او پند دی لپاره د پرهيزګارانو .

[هَـذَا بَيَانٌ لِّلنَّاسِ وَهُدًى وَمَوْعِظَةٌ لِّلْمُتَّقِينَ] (آل عمران )

ژباړه :دا قرآن د عامو خلکو لپاره بيان او پرهيزګارانو لپاره هدايت او پند دی .

۴- د مؤمنانو د پاره شفاء ، رحمت او زېری دی .

[وَنُنَزِّلُ مِنَ الْقُرْآنِ مَا هُوَ شِفَاء وَرَحْمَةٌ لِّلْمُؤْمِنِينَ] (اسراء ۸۲ )

ژباړه :او مونږ تاته هغه قرآن نازلوو چې د مؤمنانو لپاره شفا او رحمت دی .

۵- قرآنکريم د رحمت د نزول سبب دی ، الله تعالی فرمايي :[وَإِذَا قُرِىءَ الْقُرْآنُ فَاسْتَمِعُواْ لَهُ وَأَنصِتُواْ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ] (اعراف ۲۰۴ ) .

ژباړه : او چې کله قرآن ولوستل شي نو ورته غوږ او چپ شئ ښايې چې پر تاسې رحم وشي .

۶- قرآنکريم د زړه او روح سکون او اطمنان دی :

الله تعالی فرمايي :[الَّذِينَ آمَنُواْ وَتَطْمَئِنُّ قُلُوبُهُم بِذِكْرِ اللّهِ أَلاَ بِذِكْرِ اللّهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ] (رعد:۱۸).

ژباړه: هغه کسان چې ايمان يي راوړی او زړونه يي د الله (جل جلا له)  په ياد آراميږي ، خبر شئ چې د الله جل جلا له  په يادښت زړونه ډاډمن کيږي .

۷- قرآن د هدايت سيده لاره ده :

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : وهو حبل الله المتين، وهو الذكر الحكيم، وهو الصراط المستقيم (الترمذي ) .

او دا (قرآن ) د الله تعالی کلکه رسۍ ده ، او دا (قرآن) د حکيم ذات (جل جلاله ) ذکر دی او دا (قرآن ) د هدايت سېده او مسقيمه لاره ده

…………………………………………………………………………………………………………………………………………

که تاسو غواړئ چې علمي او تحقیقاتي لیکنې او مقالې مو په دعوت نیوز کې خپرې شي نو لاندې لینک کیکاږئ او مونږ ته په انلاین بڼه خپله لیکنه را واستوئ؛

https://dawatnews.com/submit-article/

شرعی پوښتنه:

که کومه شرعی پوښتنه لری دمهربانی له مخی لاندی فورم ډک کړی او خپله پوښتنه ثبت کړي.

https://shorter.me/75WZr

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟