۳۶۰ خبرې/ دري دېرشمه برخه

امین وردګ

**************

قدرت او ثروت

۱۶۱مه خبره – قدرت او ثروت دواړه داسې مثال لري لکه د خرۀ پر شا چې لومړی د الماسو پېټی بار کړې او بیا ورته ووایې چې دایې ستا ثروت او پاچاهي دې هم درته مبارکه وي، له نن څخه وروسته بۀ موږ ټول ستا د امر تابع یو! خو کۀ چېرې زمری پرې راغی او خر یې ولید چې د پاچا پر ځای ناست دی او د الماسو قیمتي پېټی یې هم پر شا کړی، نو خر سملاسي بار غورځوي او تښتي.

مطلب کوښښ وکړئ چې له قدرت او ثروت څخه مخکې خپل شخصیتونه جوړ کړئ؛ ځکه چې کۀ دا دواړه له لاسه ورکړئ نو هاغه یو خو مو څوک نشي درنه اخیستی! ګواکي دا دواړه پردي دي، مګر هاغه یو مو خپل دی چې تر مرګه او حتی پس له مرګه بۀ هم درسره وي.

 

د ښځو شپږ خصیصې

۱۶۲مه خبره – فقط نرانو ته وایم! کله چې د ګډ ژوند لپاره ښه ملګرې لټوئ، نو پۀ ترتیب سره یې لاندې شپږو خصیصو ته ځیر اوسېږئ (دیانت، ویښیاري، اخلاق، ښایست، شرشتۀ او پوهه) لکه څرنګه چې صفتونه ذکر شول اهمیت یې هم داسې وګڼئ؛ د بېلګې پۀ توګه: کۀ چېرې نجلۍ دیانت نۀ درلود نو پاتې ټول صفات یې بې ارزښته دي، کۀ ویښیاره نۀ وه اخلاق یې ناقص دي او کۀ بد اخلاقه وه نو ښایست یې یوه پیسهٔ هم نه ارزي، همداراز دا نور هم وګڼئ!

خو پۀ نننۍ زمانه کې زیاتره خلک پۀ ښایست پسې لېوني دي! ځکه خو ډېر جوړو ترمنځ یو کال وروسته د مینې ځای کینه نیسي.

 

د سړیو شپږ خصیصې

۱۶۳مه خبره – فقط ښځو ته وایم! کله چې د ګډ ژوند لپاره ملګری انتخابوئ نو لاندې شپږ خصوصیتونه یې خامخا پۀ نظر کې نیسئ (دیانت، ویښیاري، اخلاق، مناسب هیکل، کاربار او پوهه) خو پدې شرط چې تاسو د سنتي ټولنې له جال څخه بیرون واست او د اسلام پۀ یوۀ ریښتیني ماحول کې ژوند کوئ یا مو لږ ترلږه خبرې ته غوږ نیول کیږي، ترڅو د ګډ ژوند پۀ انتخاب کې کامل یا څهٔ ناڅهٔ اختیار ولرئ او همغه حق درکړل شي چې اسلام درکړی او کۀ مو وکیل نیولو نو بیا مو وکیل پۀ دغو شپږو خصیصو پوهوئ.

 

سخته وظیفه

۱۶۴مه خبره – تر ټولو سخته وظیفه هغه ده چې مافوق دې تر تا ناپوه وي.

 

جاهل مرکب

۱۶۵مه خبره – هغه چې نۀ پوهیږي تر دغهٔ دوه واره ښۀ دی چې د ځان پۀ ناپوهۍ هم نهٔ وي پوه؛ ځکه خو هغهٔ ته جاهل مفرد او دغۀ ته بیا جاهل مرکب وايي.

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.