ته زيات د چا په اړه هليه لرې چې هغوی مسلمان شي او ته يې اسلام راوړل وويني ؟
ټوله کورنۍ مې …. ټوله کورنۍ والله ټوله کورنۍ مې .
د کورنې څخه دې څوک ؟
پلار مې ، مور مې او زما وروڼه او خويندې .
آیا تا هغوی اسلام ته دعوت کړې دي ؟ هو .
سخته ده ، ما له اولې ورځې هغوی دعوت کړي دي ، لکن مشکله ده ، هغوی لره په ژوند کې مختلف باورونه دي ، لکن زه د خير هيله لرم ان شآء الله .
يعنې دا د هر مسلمان ځوان لپاره يو پيغام دی ، هغوی چې عبدالحق وينې ، ماشآء الله تبارک الرحمن . هغه مسلمان او د ده دا هيله .
دا ځوان چې تاسې وينی په ۲۴ کلنۍ کې مسلمان شوی دی او اوس مهال ۲۷ کلن دی ، دری کلونه يې په اسلام کې تير شوي دي .
وګورئ ! هغه څه غواړي ؟ هغه غواړي د ده مور ، پلار ، وروڼه او خويندې يې مسلمان شي او د هغوی اسلام راوړل پر خپلو سترګو وويني .
د الله سبحانه وتعالی څخه سوال کوم، او تاسې دعا ورته وکړئ چې هغه د الله تعالی په اذن خپل نيت او مقصد ته ورسيږي ، د ده پلار ، مور ، وروڼه او خويندې مسلمانان شي .