دوهم – پر ملائکو ايمان

پر ملائکو باندې ايمان لرل د ايمان رکن دی او د ملائکو د وجود څخه انکار کفر دی .

لقوله سبحانه وتعالی :[آمَنَ الرَّسُولُ بِمَا أُنزِلَ إِلَيْهِ مِن رَّبِّهِ وَالْمُؤْمِنُونَ كُلٌّ آمَنَ بِاللهِ وَمَلآئِكَتِهِ وَكُتُبِهِ وَرُسُلِهِ] (البقرة: ۲۸۵).

ژباړه : رسول او مؤمنانو په هغه څه ايمان راوړی دی چې رسول ته نازل شوي دي . دوی ټولو په الله ، او د هغه په ملائکو ، او کتابونو او رسولانو ايمان راوړی دی .

وقال تعالى:[مَن كَانَ عَدُوًّا لِّلّهِ وَمَلآئِكَتِهِ وَرُسُلِهِ وَجِبْرِيلَ وَمِيكَالَ فَإِنَّ اللهَ عَدُوٌّ لِّلْكَافِرِينَ] (البقرة:۹۸) .

ژباړه : او څوک چې وي دوښمن د الله او د هغه د ملائکو او رسولانو او (په خاصه توګه ) د جبريل او مکايل پس يقيناً الله دوښمن دی لپاره د کافرانو .
او الله تبارک وتعالی فرمايي :[وَمَن يَكْفُرْ بِاللهِ وَمَلاَئِكَتِهِ وَكُتُبِهِ وَرُسُلِهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ فَقَدْ ضَلَّ ضَلاَلاً بَعِيدًا] (النساء:۱۳۶).

ژباړه : او هر څوک چې کافر شي پر الله او د هغه په ملائکو او د هغه په رسولانو او په ورځ د آخرت نو يقيناً ګمرا شوی په ګمراهۍ لرې سره (له حق) .

ملائکې د الله تعالی مخلوق دی چې له نور څخه پيدا شوې دي ، يو لحظه د الله تعالی نا فرماني نه کوي شپه او ورځ د الله تعالی په عبادت او فرمابدراۍ کې مشغول دي ، زوجيت پکې نشته نه نر دي او نه ښځې ، شمير يې ډير زيات دی چې يوازې الله تعالی پرې پوهيږي .

ملائکې د الله تعالی د حکم او ارادې پرته هيچا ته د نفع او ضرر اجازه نلري په هغه باندې توسل شرک دی .

ملائکې خوړل او څښل نه کوي ، نکاح نه کوي او نه هم خوب کوي.

ابليس او جنيات د ملائکو له ډلې څخه نه دي ځکه ملائکې له نور څخه پيدا دي او ابليس له اور څخه پيدا شوی دی .

ملائکې مؤمنان خوښوي او کافران نه خوښوي .

ملائکو ته الله تعالی ددې قدرت ورکړی چې په مختلفو شکلونو ځان بدل کړي .

که څه هم د ټولو ملائکو کار او دنده د الله تعالی تسبيح او تهليل او د هغه د امر پر ځای کول دي او د هرې يوې وظيفه معلومه ده ، د ځينو ملائکو وظيفې په لاندې توګه دي :

د جبرائيل عليه السلام وظيفه :

پيغمبرانو ته وحی راوړل ، د الله تعالی په حکم د کافرانو په مقابل کې د مسلمانانو مرسته کول ، د الله په حکم د نافرمانو بندګانو باندې د عذاب راوړل .

د مکائيل عليه السلام وظيفه :

د الله تعالی په حکم د مخلوقاتو د رزق او روزې انتظام ، د ورېځو ، بارانونو ، بحرونو او سيندونو انتظام .

د ملک الموت وظيفه :

د الله تعالی په حکم د ساه لرونکو مخلوقاتو څخه روح اخيستل .

د اسرافيل عليه السلام وظيفه :

د الله تعالی په حکم د د قيامت د قيام پر مهال د ټولو مخلوقاتو د فنا کولو او بيرته ژوندې کولو لپاره د شپېلۍ پوکی کول .

کرام الکاتبين :

د خلکو ښه او بد عملونه ليکل .

حفظه ملائکی :

د انسانانو ساتنه او څارنه .

نکير او منکر :

په قبر کې د مړو څخه د رب ، دين ، نبي پوښتنه کوي .

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.