د علم قرائت اووه مشهور ائمه کرام

د تابعينو د دور وروسته د علم قرائت اوه مشهور ائمه کرام په لاندې ډول دي :

نافع المدني، عبد الله ابن كثير المكي، أبو عمرو البصري، عبد الله بن عامر، عاصم الكوفي، حمزة الكوفي او الكسائي الكوفي.

۱- نافع المدني: نوم يې نافع د عبدالرحمن بن ابی نعیم زوی اصلاً د اطفهان چې په (۷۰- ۱۲۰) کلونو کې يې ژوند کړی دی، د رنګه تور، ښکلي مخ او نيک اخلاقه سړی ؤ چې د استاذانو شمير يې اويا تنو ته رسيږي، په علم قرآئت کې د مدنې منورې د خلکو امام او پشوا وو. د ده څخه د قرآئت روايت ابو موسی، عيسی بن مينا الزرقي مولی بنی زهره، عثمان بن سعيد القبطي مصري روايت کړی دی.

۲- ابن کثير: نوم يې عبدالله د کثير زوی اصلاً د فارس چې په (۴۵-۱۲۰) کلونو کې يې ژوند کړی دی، په علم قرآئت کې د مکې د خلکو امام وو.

علم قرآئت يې له: عبدالله بن زبير، ابی ایوب انصاري، او انس بن مالک رضی الله عنهم څخه زده کړی دی، او د ده څخه د علم قرآئت روايت: احمد بن محمد بن عبدالله، ابو الحسن البزي، محمد بن عبدالرحمن المخزومي، ابو عمر المکي کړی دی.

۳- أبو عمرو البصري: نوم يې ابو عمرو زیّان چې زوی د علا مازنی دی ،عربي اصله ؤ چې په (۶۸-۱۵۴) کلونو کې يې ژوند کړی دی، په مکه، مدينه، بصره او کوفه يې قرآئت زده کړی دی.

علم قرآئت يې له: ابو جعفر یزید بن قعقاع، یزید بن رومان، شیبة بن نصاح، عبدالله بن کثیر، مجاهد بن جبر، حمید بن قیس اعرج مکي ،عبدالله بن ابی اسحاق حضرمي، عاصم بن ابی النجود کوفی، ابوالعالیه رفیع بن مهران ریاحی بصري څخه زده کړی دی، او د ده څخه د علم قرآئت روايت: شجاع بن ابی بصیر، عباس بن فضل، یحیی بن مبارک یزیدی کړی دی.

۴- عبد الله بن عامر: نوم يې عبدالله زوی د عامر بن يزيد اصلي وطن يې دمشق ؤ چې په (۸-۱۱۸) کلونو کې يې ژوند کړی دی د وليد بن عبدالملک د خلافت په وخت کې د دمشق والي او قاضي ؤ.

علم قرائت يې له: اهل شام قاري صحابي ابی درداء او عثمان رضی الله عنه د شاګرد مغیرة بن ابی شهاب مخزومی څخه زده کړی دی، د ده څخه هشام بن عمار، ابو وليد السلمي الدمشقي، ابو عمرو، عبدالله بن احمد الفهري الدمشقي روايت کړی دی.

۵- عاصم الكوفي: نوم يې عاصم زوی د ابی النجود اسدي چې په (…-۱۲۷) کلونو کې يې ژوند کړی دی، په قرآئت کې د کوفې د خلکو امام ؤ.

علم قرائت يې له: ابو عبدالرحمن سلمي چې شاګرد د علی بن ابی طالب رضی الله عنه دی، زرّین حبیش د عبدالله بن مسعود شاګرد وو زده کړی دی.

د ده څخه روايت: شعبه، حفص بن سليمان، ابو عمر الاسدي الکوفي کړی دی.

۶- حمزة الكوفي: نوم يې حمزه زوی حبیب بن عمار بن اسماعیل ؤ چې په (۸۰-۱۵۶) کلونو کې يې ژوند کړی دی، په قرآئت کې د عاصم وروسته د خلکو امام ؤ.

له جعفر بن محمد الصادق څخه يې علم قرائت حاصل کړی دی او د ده څخه خلف بن هشام، ابو عيسی بن خالد روايت نقل کړی دی.

۷- الکسائي الکوفي: نوم يې علي زوی د حمزه ؤ چې په (۱۱۹-۱۸۹) کلونو کې يې ژوند کړی دی، په قرآئت کې د حمزه الکوفي وروسته د خلکو امام ؤ او په ده باندې د قرائت امامت ختم شوی دی.

علم قرائت يې له: حمزه، ابان بن تغلب، عيسی بن عمر، ابن ابی ليلی څخه حاصل کړی دی او د ده څخه، ابو حارث (الليث بن خالد البغدادي)، حفص بن عمر، ابو عمر الازدي البغدادي النحوي د قرائت روايت نقل کړی دی.

(مختصر اتقان في العلوم القرآن ص ۱۰۳).

…………………………………………………………………………………………………………………………………………

که تاسو غواړئ چې علمي او تحقیقاتي لیکنې او مقالې مو په دعوت نیوز کې خپرې شي نو لاندې لینک کیکاږئ او مونږ ته په انلاین بڼه خپله لیکنه را واستوئ؛

https://dawatnews.com/submit-article/

شرعی پوښتنه:

که کومه شرعی پوښتنه لری دمهربانی له مخی لاندی فورم ډک کړی او خپله پوښتنه ثبت کړي.

https://shorter.me/75WZr

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟