د قرآنکريم او حديث قدسي تر مينځ ځينې فرقونه

– قرآنکريم د الله تعالی کلام دی چې لفظ او منعی يې د الله تعالی له طرفه ده او د حديث قدسي معنی د وحی په وسيله د الله تعالی د طرفه ده مګر لفظ يې د رسول الله صلی الله عليه وسلم له خوا ټاکل شوی وي .

۲- قرآنکريم د الله تعالی معجز کلام دی د عبادت په ډول تلاوت کيږي (د هر حرف په تلاوت باندې لس نيکۍ ليکل کيږي ) مګر حديث د عبادت په ډول نه تلاوت کيږي .

۳- د قرآنکريم د معنی روايت کول بدون له لفظ څخه حرام دي همدارنګه د قرآنکريم مسح کول د بې اودسه او جنوب د پاره جايز نه دي .

۴- قرآنکريم په تواتر مونږ ته را رسيدلی که څوک د قرآن حتی په يو حرف کې شک وکړي او له هغه څخه منکر شي کافر دی مګر په حديث قدسي کې صحيح ، حسن او ضعيف شته .

(علوم القرآن – الاکاديمية الاسلامية

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.